د اوکراین چارواکو ویلي چې د نهۍ- سه شنبې په ورځ د روس په برید کې د جنوبي ښار خیرسون یو مارکېټ په نخښه شوی دی چې له امله یې لږ تر لږه پېنځه کسان وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.
د اوکراین پوځ د نهې- سه شنبې په ورځ وویل د هغو 32 ډرون الوتکو کې یې 29 یې ویشتلي دي چې د روس لخوا د دغه هېواد پر ګڼو سیمو د شپې په بریدونو کې کارولي وو .
د اوکراین هوايي پوځ ویلي چې په چرکاسي، دنېپروپېټروسک، خېرسون، کیروف هراد، مایکولاېوف، پولتاوا او سمي سیمو کې دغه ډرون الوتکي ویشتل شوي دي.
بلخوا د روس د دفاع وزارت ویلي چې د نهې- سه شنبې په سهار یې د بیلګورد په سیمه کې د اوکراین یوه ډرون الوتکه ویشتلې، او په تېره شپه کې یې د اوکراین اته نور ډرون الوتکي ویشتلي دي.
د بیګورد ګورنر ویلي چې په دغه پیښه کې ودانۍ ته تاوان رسیدلی دی خو کومه مرګ ژوبله نه ده اړولی.
د ګل- دوشنبې په ورځ خپور شوی د بجټ د یوې مسودې له مخې روس به په راتلونکي کال کې خپل دفاعي لګښتونه نزدې 30 فیصدي زیاتوي.
د 2025 کال کې به د روس دفاعي بجټ 145 بلینه یا ملیارد ډالرو ته ورسیږي چې د دې کال د پوځي بجټ نه شاوخوا 32 ډالره زیات دی او د شوروي اتحاد د وخت راهیسې د روس لخوا په پوځي دفاع مصرف شوي ترټولو زیات دی.
پر اوکراین د روس حمله چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یورپ تر ټولو ستره شخړه ده، د دواړو هېوادونو وسایل ختم کړي دي.
د راتلونکي کال دپاره د اوکراین 54 بلینه ډالره پوځي بجټ د روس د 2025 کال د پوځي لګښتونو د اعلان شوي پلان دریمه برخه جوړیږي.
اوکراین یوازې د خپلو اروپایي اتحادیانو لخوا ترلاسه شوي وسلو او مالي امداد له وجې وتوانیدلو چې د خپل لوی او په ښه وسلو سمبال ګاونډي په وړاندې جګړه وکړي.
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي د دوشنبې- ګل په ورځ په خپله وینا کې وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روس د جګړې په فرنټ لاین یا لومړۍ کرښه وضعیت "ډېر ننګونکی" دی.
صدر زېلنسکي وویل: "هر څه چې په دې مني - خزان کې ترسره کیدی شي، هرڅه چې مونږ ترلاسه کولی شو، مونږ باید ترلاسه کړو."