اتمانزۍ جرګې د امن غوښتنې دپاره پرلت په دویمه ورځ هم دوام لري
د شمالي وزیرستان اتمانزۍ جرګې احتجاجي پرلت نن (نهې- سه شنبې) په دویمه ورځ هم دوام لري، او د بنو-میرانشاه سړک د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوی دی. د جرګې مشران وايي، په سیمه کې د ناامنۍ له امله عادي ژوند اغېزمن شوی دی او دوی د امنیت ټینګېدو غوښتنه کوي. نور تفصیل د عدنان بیټني په رپورټ کې :