د امریکې د صدر جوبايډن نه د شورو، چهارشنبې په ورځ خبريالانو پوښتنه کړې، چې د ایران لخوا په اسرايل د میزايلو بریدونو په ځواب کې به هغه د ايران په تاسيساتو د حملې ملاتړ وکړي؟ هغه ویلي، ځواب به یې په نفي کې وي.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، صدر بايډن دغه خبره په داسې وخت کې کړې چې د جي -۷ هيوادونو مشرانو د شورو په ورځ ټيليفوني خبرو کې په ايران د نورو بنديزونو لګولو په اړه غور کړی دی.
هغوی په خپل بيان کې د اسرايل او امريکې سر ه د ملاتړ او يو والي څرګندونه کړې ده.
د رويټرز ترمخه، مشرانو ويلي، "مونږ د اسرايل سره په دې خبره غور کوو چې څنګه غبرګون وويل شي، خو مونږ اووه سره جي – ۷ په دې خبره متفق يو، چې هغه د ځواب حق لري او د برابرۍ غبرګون ورته ورکول پکار دي".
د اټلي وزيراعظم جارجيا ميلوني دفتر ويلي، مشرانو " په وروستيو ساعتونو کې په سېوا والي سخته اندېښنه" څرګنده کړې او په دې خبره یې ټينګار کړی چې د "سيمې په کچه شخړه د چا په ګټه هم نه ده".
دا وخت د اټلي سره د جي -۷ هيوادونو مشري ده.
بايډن ویلي، هغه زر د نېتن ياهو سره د خبرو اراده لري.
ايران د نهې، سه شنبې په ورځ په اسرايل د 200 پورې ميزايلې داغلې وې، د دغه حملې په اړه بايډن دعوه کړې چې دا غېر موثره وه.
د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو ويلي، ایران ته به د دغه حملې ځواب ورکولی شي.
ځينې څيړونکي وايي، د اسرايل دې ځله له ځوابي ګواز به نور غټ وي، او خيال کيږي چې هغه د ایران د تيلو او جوهري تاسيساتو باندې حمله کولی شي.
صدر بايډن ويلي، په ايران به نور بنديزونه ولګول شي.
د دې خبر معلومات د اې پي او رویټرز څخه اخستل شوي