فرانس د القاعدې بنیاد ایښودونکي اسامه بن لادن زوی عمر بن لادن د هېواد شړلی او په بیرته-واپس ستنیدو یې ورباندې بندیز لګولی دی.
عمر بن لادن چې د څو کلونو راهیسې د فرانس په نارمونډي نومي کلي کې اوسېده، په سوشل میډیا- ټولنیزو رسنیو کې د تبصرو د خپرولو وروسته د دغه اقدام سره مخامخ شوی دی.
د هغه تبصره ترهګرۍ تعریف یا ستاینه کولو وړ ګڼل شوې ده.
د فرانس د کورنیو چارو وزیر برونو ریټیلو ویلي دي چې هغه یو فرمان لاسلیک کړی چې د مخې یې په فرانس کې د عمر بن لادن د ورتګ مخه نیول کیږي.
د هغه په وینا عمر بن لادن د دې وړاندې د فرانس نه شړل شوی و.
برونو ریټیلو د عمر بن لادن د ایستلو وخت او د کوم ځای ته د استولو جزئیات په ډاګه نه کړل.
برونو ریټیلو په اېکس "پخواني ټویټر" لیکلي چې "ښاغلی بن لادن د څو کلونو راهیسې د برتانیه شهریت لرونکې میرمن د خاوند په توګه په اون سیمه کې ژوند کاوه. هغه په 2023 م کال کې په خپل ټولنیزو شبکو داسې تبصرې وکړې چې د ترهګرۍ تعریف یا ستاینه کوي".
د هغه په وینا د انتظامی بندیز به دا یقیني کړي چې عمر بن لادن به نشي کولی د کومې وجې فرانس ته راستون شي.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه عمر بن لادن د دې شړل کیدو او بندیز په اړه سمدستي غبرګون نه دی ښودلی.
د فرانس یوې ورځپاڼې د رپورټ ترمخه عمر بن لادن هغه مهال د فرانسوي چارواکو پام کې راغلو کله چې هغه په ټولنیزو رسنیو کې د خپل پلار د کلیزې په اړه پوسټونه وکړل.
د القاعدې مشر اسامه بن لادن په 2011 کال کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی و.