د بلوچستان په پښتني سيمه دوکۍ کې شل تنه د کوېلې مزدوران په ډزو وژل شوي

د بلوچستان صوبې د دوکۍ ضلعې مرستيال کميشنر کليم الله کاکړ ویلي، بېګا د جمعې په شپه شاوخوا دولس بجې نامعلومو وسلوالو د دوکۍ د کوېلې درنګ پر مزدورانو بريد کړی چې په کې شل (۲۰) تنه وژل شوي او ځينې نور ټپيان دي.

کلیم الله کاکړ ویلي: "د وژل شوو تنانو جسدونه مو د دوکۍ سيول روغتون ته رسولي او ټپيان مو د درملنې لپاره لورالايي روغتون ته لېږدولي دي".

د دوکۍ د پوليس تهاڼې مشر همايون ناصر وایي، وژل شوي د کوېلې د کانونو/درنګونو مزدوران دي چې اکثريت په کې ځوانان و.

همایون ناصر زیاته کړې چې وژل شوي خواریکښ، د افغانستان او بلوچستان د پښتني سیمو وګړي و چې په کې "د قلعه سيف الله، ږوب، موسی خېل، کچلاغ، پښين، لورالايي او نورو سيمو مزدوران هم شامله دي."

د دوکۍ د پولیسو دغه مشر همدا راز ویلي چې، "وسلوالو شاوخوا يوه ګهنټه کې دا کار تر سره کړی، اووه تنه مزدوران ټپيان هم دي، شاوخوا لس د کوېلې کانونو انجنې هم سوځول شوې دي."

پولیسو د پلټنو د ترسره کولو ژمنه کړې ده.

د پېښې ذمه واري د دې رپورټ د خپرېدو تر وخته کوم چا په غاړه نده اخېستې، خو تر دې وړاندې په ياده او نور شاخوا سيمو کې د داسې پېښو ذمه واري بلوڅ بېلتون خوښې ناقانونه ګرځول شوې بيلا بيلې ډلې، زیاتره بي اېل اې تنظیم، مني.

د بلوچستان وزير اعلی مير سرفراز بګټي پېښه غندلې او له اړوند چارواکو يې د پېښې تفصيل غوښتی دی.

د کليم الله په وينا د جمرات په شپه ټول مزدوران پر چوټۍ وي او يو ځای سره ناست وي مجلسونه کوي نو له هم دې وجې زيات مزدوران پر يوه ځای وژل شوي دي.

تر دې وړاندې هم د بلوچستان په بيلا بيلو سيمو کې خواريکښ يا مزدوران په بيلا بيلو پېښو کې وژل شوي.

دوکۍ ضلع د بلوچستان له سر ښار کوټې څخه شاوخوا ۲۲۵ کلو ميتره ليري پرته پښتنه سيمه ده چې د سکرو يا د کوېلې په زيرمو يا او درنګونو/کانونو زياته مشهوره ده.

د دوکۍ، هرنايي او شاوخوا سيمو د کوېلې کاروباريان او کار کوونکي له تيرې څه مودې راهيسې په يادو سيمو کې له نا امنيو سر ټکوي او حکومت په سيمه کې په امن راوستلو کې پړ بولي.

په سيمه د امنيت خوندي ساتلو لپاره د پوليس او ليويز تر څنګ د ايف سي ځواک په لوی شمېر کې موجود دی.
د کولې د کاروباريانو او د سيمې د سياسي ګوندونو د غړو په وينا چې د يوه ټرک پر سر په سيمه کې و ايف سي ځواک ته محصول يا ټيکس ورکول کېږي چې هغه به د دوی د خونديتوب چارې تر سره کوي.

رپورټونه دي چې د پاکستان په قومي خزانه کې د دوکۍ ضلعې کلنۍ يا سالانه تر دوه اربه روپۍ زيات ټيکس يا محصول جمع کېږي.

رپورټونه زياتوي چې پر يوه ټن کويله باندې تر ديارلس سوه روپۍ زيات ټيکس اخيستل کېږي چې پدې کې د امنيت پر نامه ټيکس هم شامله دی.

د دوکۍ د کوېلې کانونو د تنظيمونو رپورټونه دي چې په يوه کال کې تر اتلس لکه ټنه زياته کويله د دوکې له سيمې څخه را ايستل کېږي.

په ياده ضلع کې تر يولس سوه زيات د کولې کانونه دي چې په کې د پينځوس زره شاوخوا مزدوران کار کوي چې لوی شمېر پکې د افغانستان، خيبر پښتونخوا او بيا د بلوچستان د پښتني سيمې د مزدورانو دی.