امریکا کې د ترهګرۍ د سازش په تور د نیول شوي افغان په باب معلوماتي پلټنې صافې وې

امریکایي چارواکو وي او اې ته ویلي، هغه افغان شهري چې په امریکا کې د راتلونکو انتخاباتو په ورځ د یوې ترهګرې حملې د ترسره کولو په سازش تورن شوی دی، امریکا ته د راتلو وړاندې یې په اړه څو ځله معلوماتي پلټنې شوې وې او هغه په کې بریالی شوی و.

د امریکا د فډرل تحقیقاتي ادارې (اېف بي آی) مامورینو د تېر ګل/دوشنبې په ورځ اووه وېشت کلن ناصر احمد توحیدي په اوکلاهوما ښار کې ګرفتاره کړ. اېف بي آی دعوه کړې چې توحیدي او یو بل د کم عمر وګړی چې سازش کې ورسره شامل و، د داعش ترهګرې ډلې د یو تن برتي کوونکي سره په رابطه کې و او خیال یې درلود چې د ناتاره ډزو حمله وکړي او په دې حمله کې مړه شي.

عدالتي دستاوېزات دا هم بیانوي چې توحیدي غوښتل خپل د کورنۍ اکثره غړي، په شمول د خپلې ښځې او یوه کلنه لور، بېرته افغانستان ته ولېږي، ځکه په باور یې هلته کې "سوچه اسلام" چلیږي.

خو امریکایي چارواکي، چې د نوم نه څرګندېدو په شرط یې وي او اې سره خبرې کولې ځکه قضیه لا هم د پلټنې لاندې ده، د زیارت/پنجشنبې په ورځ وویل، داسې څه نښې نښانې نشته چې توحیدي دې کله چې په افغانستان کې د امریکاییانو دپاره کار کولو او یا هم درې کاله وړاندې امریکا ته د راتګ سمدستي مخکې، د داعش ډلې سره څه خواخوږي درلودلې وي.

یاد امریکایي چارواکي وویل: "هر افغان چې په امریکا کې مېشت کیږي، د سختو پلټنو او پس منظر تحقیقاتو نه تېریږي، قطع نظر د دې چې د کومې [امریکایي] ادارې سره یې کار کړی وي."

چارواکي زیاته کړه چې امریکا ته د راتلونکو افغانانو په اړه پوره معلومات ارزول کیږي، او "که چېرته د حمیدي په اړه د فکرمندۍ څه معلومات رابرسېره شوي وو، نو هغه به امریکا ته نه وو پرېښودلی شوی."

SEE ALSO: یو افغان په امریکا کې د ټاکنو په ورځ د ترهګر برید د پلانولو په تور نیول شوی

د معلوماتو اقسام

یو بل امریکایي چارواکي وي او اې ته وویل چې د نصیر احمد توحیدي په باب معلوماتي پلټنو کې د امریکا د خارجه وزارت، دفاع وزارت، او اېف بي آی لخوا اخېستل شوي بایومټریک ډېټا او د امریکا د استخباراتي ادارو سره موجود رازداره معلومات شامل و.

د هغه نه پس چې بیا یې په اړه معلوماتي پلټنې او ارزونې وشوې، هغه کې هم توحیدي کامیابه راووتلو چې دې سره یې د اېس آی وي یا د ځانګړي مهاجرت ویزه تائيد شوه او هغه امریکا ته راغی.

یاد چارواکي وویل چې دغسې معلوماتي پلټنې، "په هماغه حاضر وخت کې ارزونه ده چې په هغه وخت کې د امریکا د حکومت سره د موجودو معلوماتو ارزونه کوي."

دویم چارواکي هم وویل چې "که چېرته وروسته دا معلومه شي چې ملک ته رادننه شوي وګړي داسې معلوماتو سره ښکېل دي چې د قامي سلامتیا او یا عوامي تحفظ له اړخه یو ممکنه فکرمندي څرګنده کړي"، بیا نو حکومت کولی شي اضافي ګامونه پورته کړي.

اېن بي سي نیوز د ذرائعو له قوله ویلي چې توحیدي امریکا ته د راتګ نه وړاندې، د امریکا استخباراتي ادارې – سي آی اې – ته د محافظ یا ګارډ په حیث کار کولو.

وي او اې چې په دې اړه د سي آی اې سره رابطه وکړه، نو هغې استخباراتي ادارې د څه ویلو نه ډډه وکړه.

خو ددغه افغان وګړي د ګرفتارۍ خبر، د امریکا په ځینو قانونسازانو کې فکرمندۍ راپیدا کړي دي.

د کانګرس د استازو مجلس د داخلي امنیت د کمیټې مشر، رېپبلېکن مارک ګرین د شورو/چهارشنبې په ورځ اېف بي آی او د داخلي امنیت وزارت ته یو خط ولېږلو او په دې اړه یې د لا زیاتو معلوماتو غوښتنه وکړه.

ګرین پخپل خط کې لیکلي: "دغه وروستۍ ګرفتارۍ د جاري خطرو په اړه چې داعش او د هغه لیونیو ملاتړو د امریکا قامي سلامتیا ته راپېښې کړي، او همدا راز د معلوماتي پلټنو په ترسره کولو کې د بایډن-هېرس انتظامیې په صلاحیتونو باندې سنجیده فکرمندۍ راپیدا کوي."

مارک ګرین دا هم ویلي چې، "د دې سربېره، د دغو ممکنه افغان ترهګرو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې صرف همدا څو میاشتې وړاندې، په وسیعه اندازه رپوټونه خپاره شول چې اته تاجکستاني وګړي چې داعش سره یې تعلق و، په لاس انجلس، نیویارک، او فېلاډلفیا کې پس د هغه ونیولی شول چې په غیرقانوني توګه له سرحد نه [امریکا ته] اوړېدلي و."

اېف بي آی دا تصدیق وکړ چې د کانګرس د غړي، مارک ګرین خط وررسېدلی دی، خو نور یې څه تبصره نده کړې.

توحیدي څه وخت سختدریځه شو؟

د نصیر احمد توحیدي په اړه دا پوښتنه بې ځوابه پاته ده. د ترهګرۍ ضد ابتکار، تېکنالوجۍ او تعلیم قامي مرکز کې د ترهګرۍ ضد څېړنو د پروګرامونو مشر آسټېن ډاکټر وایي: "هغه څه چې اوس مهال د رسايي وړ معلوماتو له مخې څرګند ندي، دا دي چې توحیدي څه وخت د اسلامیه دولت (داعش) نظریې سره سختدریځه شوی دی."

د عدالتي دستاوېزاتو له مخې، د توحیدي د ټلېفون او سوشل مېډیا اکاونټونو یوې پلټنې ښودلې ده چې هغه د داعش د پروپګنډې د موندلو او لیدلو دپاره انټرنېټ کې سرچ/پلټنه کړې ده، خو دا چې دا کار یې څه وخت راهېسي پیل کړی و، ښکاره نده.

د ګل/دوشنبې په ورځ د درج شوي جرمي شکایت ترمخه، د داعش سره د توحیدي د هرقسمه ښکېلتیا تر ټولو وړاندې نېټه، د سږکال (۲۰۲۴) د مارچ میاشت ښودل شوې، چې توحیدي یو خیراتي تنظیم ته کرېپټوکرنسۍ انتقال کړې دي، او ارزښت یې لږ تر لږه ۵۴۰ ډالره کېدل. سرکاري وکیلان وایي، دا خیراتي تنظیم په اصل کې داعش دپاره کار کوي.

قریب څلور میاشتې پس د هغه، په جولای کې یو چا یوه ویډیو جوړه کړې – چې د توحیدي په ټلېفون کې ساتل شوې، او په کې توحیدي ښکاري چې خپلې لور او یو وراره ته د مرګ نه پس د شهادت د ثوابونو په اړه خبرې کوي.

په هماغه جولای میاشت کې د یو ممکنه ترهګر سازش نښې نښانې راڅرګندې شوې، او هغه داسې چې اېف بي آی وایي توحیدي آنلائن د وایټ هاوس او د واشنګټن څلي/مانیومېنټ دپاره د وېب کېمرو لټون وکړ او دا لټون یې هم کړی و چې څنګه وسلې ترلاسه کېدلی شي.

دا هم څرګنده شوې نده چې د توحیدي سره د داعش رابطه کار، افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې دپاره کار کولو او که د داعش کومې بلې څانګې دپاره.