اسرایل په لبنان کې د حزب الله په وسله والو بریدونه زیات کړي، او د زيارت، پنجشنبې په ورځ یې د بيروت په یو ګڼ مېشته سیمه کې برید کړی. دا بریدونه د څو ورځو هوايي حملو وروسته ترسره شوي، چې د لبنان په پلازمينه کې یې د حزب الله تر کنټرول لاندې جنوبي سیمه په نخښه کړې وه.
د لبنان د عامې روغتیا وزارت په وینا، په دې بریدونو کې لږ تر لږه 22 کسان وژل شوي او 117 نور ټپیان شوي دي.
سپینې ماڼۍ ویلي، د پوځي عملياتو په اړه د اسرایل سره خبرې کوي او اسرایل د ځان د دفاع د حق ملاتړ یې کړی دی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرين جين پيري د زیارت په ورځ په یوه خبري غونډه کې د وي او اې پوښتنې په ځواب کې وويل، د اسرايل په لبنان کې عملیات "په حقيقت کې هدفي" دي.
جېن پيري وويل، چې د امریکا نه غواړي چې لبنان په "بله غزه" بدل نشي او د اسرايل د هڅو ملاتړ کوي چې په لبنان کې د حزب الله وسله وال او د ایران پراکسي ځواکونه له منځه یوسي، دا دواړه خبرې د يو بل سره په تضاد کې نه دي.
هغې وويل، "دا دواړه خبرې یو وخت سمې کېدی شي" او د جنګ بندۍ په ضرورت یې ټينګار وکړو.
د اسرايل پوځ د زيارت په ورځ وویل چې په خپلو تازه هوايي بریدونو کې یې د حزب الله دوه کمانډران وژلي دي. خو څنګه چې د اسرايلو پوځي عمليات په غزه کې په نړيواله کچه د نيوکو سره مخ وو، دغه ډول په لبنان کې هم دي.
د لبان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رابطه کار ، جینین هینس د شورو، چهارشنبې په ورځ ویلي، "ډېر زیات خلک د تصور نه وړ قیمت پرې کوي، له 2000 څخه زیات کسان وژل شوي، ډېر نور ټپیان دي او سلګونه زره خلک بې ځایه شوي دي".
بل لور ته خليجي هیوادونو د سعودي عرب بشمول، د امريکې نه غوښتنه کړې، اسرايل دې د ايران د تيلو په ذخيرو د بمبارۍ څخه ودروي.
د رویټرز د خبر ترمخه، خليجي هيوادونه اندېښنه لري، که اسرايل د ايران د تيلو ذخيرې په نخښه کړې، نو په سيمه کې د ايران پلوه ډلې د هغوی د تيلو ذخيرې هم په نخښه کولی شي.
په رپورټ کې د امریکې نه غوښتنه کوونکو هيوادونو کې د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو او قطر سرچينې يادې کړل شوي دي.
ويل شوي، امریکا په دې هم خبر کړل شوې چې د ايران ضد د اسرایل حملو دپاره به د دغو هيوادونو د فضايي حدودو کارولو اجازه هم ور نه کړل شي.
څو ورځې وړاندې ايران په اسرايل د 180 پورې ميزايلې، راکټې درغلې او اسرايل یې د ځواب ورکولو ويلي وو. او ايران بيا ويلي وو، که اسرایل ځواب وکړو نو نور سخت ځواب به ورته ورکړل شي.