په سوریه کې امریکایي پوځ په داعش هوایي بریدونه کړي

امریکا د هوایی بریدونو په یو لړ بمباریو کې په سوریه کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې څو کېمپونه په نښه کړي دي، امریکا پوځ وویل دې سره به د دغه ډلې په سیمه او شاوخوا کې د بریدونو مخه ونیول شي.

د امریکا مرکزي کمانډ ویلي، هوايي بریدونه د جمعې په ورځ ترسره شوي خو سوریه کې یې کوم ځآیونه په نښه کړي دا یې نه ده څرګنده کړې.

د سوریې په ختیځ کې شاوخوا ۹۰۰ امریکایي پوځیان د امریکا په ملاتړ او د کردانو په مشرۍ د سوریې ډيموکریټک ځواکونو تر څنګ ځای پر ځای شوي دي چې د داعش وسله والو پر وړاندې په جګړه کې مهم رول لري.

که څه هم داعش ته په دغه سیمه کې شکست ورکړل شوي خو په تیرو کلونو کې په عراق او سوریه کې د داعش د سلیپر سیلونو بریدونه مخ په زیاتیدو دي چې په سلګونو کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.

د داعش ډلې د خپل واک په عروج کې سیمې ونیولې او په ۲۰۱۴م کال کې یې د عراق او سوریې په لویو برخو کې خلافت اعلان کړ خو په ۲۰۱۷ کې یې په عراق کې ماتې وخوړله.

د ۲۰۱۹م کال په مارچ میاشت کې دغه افراطي ډلې د سوریې په ختیځ کې د واک لاندې اخیري ځاي هم له لاسه ورکړو.

د امریکا پوځ ویلي چې دا بریدونه به د اسلامي دولت ډلې وړتیا له مینځه یوسي او دوي به د دې جوګه نه شي چې د امریکا ، د متحدیدینو او یا هم په سیمه کې بریدونه پلان وکړي، تنظیم یي کړي او ترسره کړي.

په دغه بریدونو کې څومره نقصان شوي په دې اړه پلټني روانې دي خو کوم ملکي وګری پکې نه دی وژل شوي.

تېره میاشت د عراق پوځ ویلي وو چې عراقي ځواکونو او امریکايي پوځیانو د داعش یو لوي کمانډر چې امریکا ته مطلوب و او یو شمېر نور مشهور وسله وال یې وژلي دي.

په خپل اوج کې، داعش شاوخوا دومره ځاي باندې خپل حکومت جوړ کړی وو چې د برتانیې نیمه برخی برابر وو، چیرې چې هغوي د اسلام سخته تشریح په ځآي کړې وه او د مذهبي لږکیو ډلو د وژلو سره سره د مرتد ګڼل شوي مسلمانانو ته به یې سخته سزه ورکوله.
په تېره سپتمبر میاشت کې امریکايي ځواکونو په سوریه کې دوه جلا بریدونه کړي وو چې په کې د داعش او د القاعده شبکې اړوند د هراس‌الدین ډلې ۳۷ وسله‌ وال پکې ووژل شوي ول.

د تیر کال راهېسی په غزه کې د اسرایل او حماس د جنګ اړوند تاوتریخوالي او په منځني ختیځ کې د ایران پلوه حزب الله ډلې په ګډون له نورو وسله‌ والو ډلو سره د اسرايل له ښکېلېدو وروسته په سوریه او عراق کې د امریکا په مشرۍ پر میشتو ایتلافي‌ ځواکونو باندې د بې‌پیلوټو الوتکو او توغندیو لسګونه بریدونه کړي دي او امریکایي ځواکونو دغه وسلوانو په ضد سخت ځوابي بریدونه هم کړي دي.