د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د پښتون جرګې د رسمي پرېکړو د اعلانولو نه وړاندې د خپل تنظيم لخوا لس غټې نقطې د جرګې ذمه وارانو ته د منظورولو د پاره وړاندې کړي دي.
تر اوسه – د دې رپوټ تر جوړېدو - جرګې څه فیصله نده کړې، او دا هم لا نده معلومه چې جرګه به د منظور پښتین دغه وړاندیزونه – ټول یا ځیني – ومني او که نه.
د پي ټي اېم يو غړي سليم زيب افريدي په خپله ايکس پاڼه د منظور پښتين د وينا ويډيو او د هغه دغه وړانديزونه په ليکلي بڼه خواره کړي.
مشر منظور پشتین کی جرگہ مشران کو تجاویز: فوج اور طالبان کے لیے ڈیڈ لائن، تجارت کی بحالی، خواتین کی تعلیم، اور ملی لشکر کی تشکیل.1. یہ جرگہ فوج اور طالبان دونوں کو ایک مخصوص وقت دے کہ اس مدت کے بعد وہ ہماری سرزمین خالی کر دیں اور وطن چھوڑ دیں، بس!2. یہ جرگہ فیصلہ کرے کہ ہم… pic.twitter.com/U2gZaWmLCr
— Saleem zeb Afridi (@SaleemzebAf) October 13, 2024
د کالعدم ګرځول شوي پي ټي اېم مشر منظور پښتین په وړاندیزونو کې دا لاندې ټکي شامل دي:
۱-پاکستاني پوځ او "ګوډ اينډ بيډ" طالبان (ښه او بد طالب) دواړه دې د پښتنې خاورې نه په دوه مياشتې کې دننه دننه ووځي.
۲-دا جرګه دې پرېکړه وکړي چې مونږ په تورخم او چمن خپل تجارت د انګرېز د دور په شان وکړو او مونږ هيڅ قسمه دروازه او بندېزونه نه منو.
۳-دا جرګه دې د افغان حکومت نه خواست وکړي چې ښځو ته د تعليم کولو اجازه ورکړي.
۴- دا جرګه دې د يوې داسې غټې جرګې اعلان وکړي چې چرته هم د پښتنو قبيلو ترمنځ د زمکو شخړې دي چې هغه په روايتي طريقه هوارې کړي.
۵-دا جرګه دې پرېکړه وکړي که د نن نه وروستو کوم پښتون هم د بجلۍ د يو يونټ بيعه د پينځه روپۍ نه سېوا ورکړه هغه تن به د پښتنو غدار وي او هغه به پښتون نه حسابيږي.
۶-دا قامي جرګه دې يوه کميټي جوړه کړي چې د دوکۍ سنځاوۍ نه تر چتراله او تر کوهستانه پلټنې وکړي چې کومې شتمنۍ د قام په ګټه دي هغه دې خپلواکه کړي او چې کوم د زيان دي هغه دې بند کړي. ټول قام به ورپسې ودريږي.
۷-دا جرګه دې پرېکړه وکړي چې د نن نه وروستو به څوک هم نه پوځ، نه طالب او نه کوم بل تن ته قلنګ ورکوي.
۸-په بيلا بيلو سيمو کې خلک د انګرېز په طور طريقه جرګې کوي نو دا جرګه دې د مرکزي جرګې اعلان وکړي چې د هغې نه پرته به د پښتنو بيا بله جرګه نه وي.
۹-دا جرګه دې يو ملي لښکر جوړ کړي چې د هرې ولسوالۍ نه پکې دېرش زره تنه وي چې ټول به دوه سوه او څلور څلوېښت زره ۲۴۴۰۰۰ نفوس ولري.
۱۰-دا جرګه دې پوځ، آی اېس آی، اېم آی او د ښه او بد طالبانو ادارې ترهګرې وګرځوي او دوی دې ترهګر ومنل شي.