امریکې د پاکستان او ايران د وسلو د پروګرامونو په ملاتړ کوونکو کمپنيانو بنديزونه لګولي

USA-ECONOMY/

امریکې د ګل، دوشنبې په ورځ د 24 نه زياتې کمپنیانې په تور فهرست کې اچولي، په دوی تور دی چې د پاکستان او ايران د وسلو او ډرون پرمختيايي پروګرام ملاتړ کوي، په دوی دا تور هم دی چې اوکراين کې د روس د جګړې د هڅو مرستې کوي.

د امریکې د سوداګرۍ يا تجارت وزارت ويلي، دغه 26 کمپنيانې چې زياتې یې په پاکستان، چين او متحده عرب اماراتو کې دي، دا کمپنيانې د اندېښنې وړ وسلو پروګرامونو کې ککړې دي، يا دوی د روس او ايران په وړاندې د امریکا د صادراتو د کنټرول خلاف ورزي کړې ده.

د دغو کمپنيانو تور فهرست ته اچولو سره دوی امريکايي توکي او ټکنالوجي د حکومت د اجازت نه بغېر نه شي ترلاسه کولی.

د امريکې د تجارت او صنعت مرستيال سېکرټري اېلن اسټيوز ويلي، "مونږ د ناوړه کردارونو په وړاندې د امریکا د دفاع دپاره بيداره يو".

هغه ويلي، "زمونږ نننی اقدام ناوړه کردارونو ته پيغام لېږل دي، چې که دوی زمونږ د کنټرول سرغړونه کوي، قيمت به یې ورکوي".

پاکستان کې په نهه کمپنيانو د وړاندې څخه، په تور فهرست کې اچول شوو اېډوانس اينجينيرنګ څيړنيز تنظيم دپاره د اخستونکو ايجنټانو تور وو.

د کال 2010 راهسې د دې ګروپ په اړه ويل کيږي چې امریکايي اصله توکي یې ترلاسه کړي او اخستونکي یې پټ ساتلي دي، په دوی کې د کروز ميزايلو او سټرېټجک ډرون پروګرام دپاره د پاکستان يوه کمپنۍ هم شامله ده.

د امریکې د تجارت وزارت ویلي، "داسې هلې ځلې کېدل د امریکا د ملي امنيت او بهرنيو پاليسيانو د ګټو پرضد دي".

ويل شوي په چین کې شپږ کمپنيانې په دغه فهرست کې شامل کړل شوي، په دوی تور دی چې د چين د پوځ جديد کولو د ملاتړ لپاره امریکایي اصله توکي ترلاسه کړي یا د ایران د وسلو او ډرون پروګرامونو ته مرستې ورکړي.

د تجارت وزارت ویلي، په متحده عربي اماراتو کې درې کمپنيانې او د مصر یوه بله کمپني هم تورنه شوې چې دوی د روس د 2022م کال په اوکراين یرغل کې د بندیزونو په خلاف ورزۍ کولو سره د امریکایي توکو ترلاسه کولو هڅه کړې یا یې ترلاسه کړي دي.

د ګل په ورځ، د سوداګرۍ وزارت په کېنېډا کې سینډواین له تور فهرسته لرې کړې، وروسته له هغې چې کمپنۍ د دې دپاره ګامونه اخستي چې"د خپلې ټیکنالوجۍ له ناوړه کارونې مخنیوی وکړي کوم چې د بشري حقونو لپاره زیان رسوونکي وو."

امریکې د 2024م په فرورۍ کې سینډواین تور فهرست ته اچولې وه، په دغه کمپنۍ تور وو چې په مصر کې یې د بشري حقونو فعالو او سياستوالو په نخښه کولو کې د مصر د حکومت مرسته کړې وه.

د دې خبر معلومات د اې اېف پي څخه اخستل شوي