د پښتونخوا اسمبلۍ قرارداد: افغانستان سره دې د تجارت مخې ته پراته خنډان له مینځه یوړل شي

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په منظور کړل شوي یو قراداد کې د پاکستان په حکومت ټینګار شوی چې افغانستان سره د تجارت د بحالۍ لپاره باید کوټلي ګامونه پورته کړي.

د نهې یا سه شنبې په ورځ د عوامي نیشنل ګوند د ایالتي اسمبلۍ د غړي ارباب عثمان لخوا افغانستان سره د تجارت د ودې لپاره وړاندې کړل شوی قرارداد صوبایي اسمبلۍ په ګډ ډول منظور کړی دی.

په قرارداد کې ویل شوي چې افغانستان سره تجارت د دواړو هیوادونو لپاره مهم اؤ له اقتصادي ګټو ډک دی خو ددې تجارت مخې ته د پرتو خنډانو اؤ مشکلاتو له امله دواړه هیوادونه د اربونو روپو د زیان سره مخ کیږي.

پارلیمان څخه د منظور کړل شوي قرارداد تر مخه خېبر پښتونخوا صوبه د پولې پورې غاړې د تجارت لپاره مرکزي لاره ده اؤ افغانستان سره د تجارتي نظام مخې ته پراته خنډان باید له مینځه یوړل شي .

قرارداد کې ویل شوي چې افغانستان سره د تجارت پراخه کېدو له لارې د خېبر پښتونخوا صوبې نورو هیوادونو ته په لاس رسي کې اساني پیدا کیدای شي.

قرارداد کې ویل شي چې د افغانستان له لارې کاروبار اؤ تجارت ته په ودې ورکول کیدو سره به په وفاق د صوبې انحصار یا تکیه کمه شي .

د خېبر پښتونخوا تاجران وايي په کال2016م کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه دوه اړخيزه تجارت خواوشا 3.5 اربه ډالرو ته رسېدلی و خو اوس يې کچه د يو ارب ډالر نه هم راکمه شوې ده۔

د اقتصادي چارو پوهان او سوداګر وايي چې د خېبر پښتونخوا کارخانه دارو دپاره په منځنۍ اسيا کې د تجارت دپاره يو شمېر مواقعي شتون لري خو د پاکستان او افغانستان ترمنځه د روانو سياسي شخړو او بنکي نظام کې د ستونزو له امله ترې سوادګر ګټه نه شي پورته کولی.

تاجران وايي د سياسي شخړو په نتيجه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځه د لارو تړل کېدو ترڅنګ د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت له خوا په ټرانزټ دوه فيصده ټيکس لګېدو سره هم دوه اړخيزه تجارت اغيزمن کېږي۔

د افغانستان او منځنۍ اسيا سره تجارت کوونکی منظور الهي ډیوه سره خبرو کې وایي
د خېبر پښتونخوا د کارخانو ژوند په دې کې دی چې په سيمه یيز تجارت کې د افغانستان او منځنۍ اسيا مارکيټ ته ځان ورسوي.

د هغه په خبره"دې کې دومره اساني ده منځنۍ اسيا واله چې کوم مال ملېشيا نه او انډيا نه راغواړي نو يوې نيمې نه تر دوو مياشتو پورې وخت پرې لګي او د ټرانزټ مشکلات هم وي، نو هم هغه شيان پاکستان کې جوړېږي او چې بهر نه يي راغواړي نو پاکستان نه به يې راغواړي خو اوس دې کې مرکزي بنک مشکلات جوړوي"

د تاجرانو په وینا که څه هم د پنجاب او سیند صوبو په نسبت دا مارکيټ خېبر پښتونخوا ته زيات نزدې دی خو د يادو صوبو په مقابله کې پښتانه تاجران د بنک له لارې پېسو لېږلو رالېږلو کې د زياتو ستونزو سره مخ وي چې له امله يې مارکيټ د دوی د لاسه وځي.

پېښور کې د سرحد چېمبر اف کامرس اېنډ انډسټريز مشر فضل مقیم خان ډیوه ته وایي که افغانستان مرکزي اېشیا سره تجارت کې شامل نه وي" نو د منځنۍ اسيا لاره خو به خلاصه وي خو هغه به ډېره اوږده وي ځکه چې د بندرعباس د لارې ايران او دوبۍ باندې به تجارت کېږي نو بيا خو د شنګهاي تنظيم مقصد ختم شو، مقصد دا دی چې دا ټول هېوادونه د ملګرو غوندې يو بل سري تعاون وکړي"

تاجران د سرکاري شمېرو په اساس وايي د پاکستان او منځنۍ اسيا ترمنځه د دوه اړخېزه تجارت کچه د 300 نه تر 400 ميلينه ډالره مخې ته راغلې ده.

تاجران وايي د سيمه یيزو هېوادونو وصل کول او علاقايي تجارت ته ودې ورکولو دپاره اړين دي چې د افغانستان واکمنان او تاجران په اعتماد کې واخيستل شي۔