کراچۍ: د افغان کډوالو کېمپ ښوونځی د مالي ستونزو ښکار دی

کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغان ګډوالو کېمپ کې يواځينی جوړ ښوونځی يا سکول په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته د مالي ستونزو ښکار شوی او بندېدو د خطر سره مخ دی. د ښوونځي چلونکي وايي مالي مرستو ته اړتيا لري.

د کراچۍ په افغان کډوالو کېمپ کې د غازي امان الله خان په نوم جوړ ښوونځی کې، د ماتو کړکيو د زيانمن شوو تور تختيو او د بنيادي اسانتياو د نشتوالي باوجود نزدې 150 ماشومان زده کړې کوي.

يو زده کوونکی نصيب الله وايي، "زه چې د کور نه راځم زما سره بېګ نه و، په خلتې کې قلمان او کتابچې راوړم، بيا زه دلته راشم نو زمونږ کلاسونه هم وړوکي دي، ګرمي وي پکې، مونږ سره کتابونو هم ډير کمی دی او يو ملګري او بل ملګري نه يې را اخلو چې درس وايو".

کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول

دغه ښوونځی د 12م ټولګي پورې زده کړو دپاره جوړ شوی، خو دا وخت په شخصي مرستو کار روان دی.

د ځايي خلکو او ښوونځي د چارواکو په وينا، له دې وړاندې د جرمني يوې غير دولتي ادارې په مالي مرسته روان وو، خو په کال 2021 کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې راتلو وروسته هغه وخت د مالي ستونزو سره مخ شوی چې مرستندويه ادارو د طالبانو د حکومت سره د مرستو څخه ډډه وکړه.

د ښوونځي مشر، پرنسپل په وينا، هغه وخت د استازانو شخصي هڅو باوجود, د مالي ستونزو له کبله دغه ښوونځی د ډېرې مودې دپاره تړل شوی وو.

د سکول پرنسپل شېرزاد خان وايي، "د يو نيم کال پورې زمونږ ليسه بنده وه، او مونږ يو نيم کال پورې دلته استازانو بغېر د تنخا درس ورکړی دی، او له خپل شخصي جېب نه مو کرايه ورکړې ده، د هر استاز 15000 تنخا جوړېږي، په هغه باندې ډېر مشکله ده د کور چلند، اوس هم اکثره استازان قرباني ورکوي چې يو خدمت وشي د افغانستان دې بچيانو دپاره چې تعليم حاصل کړي زده کړه وکړي".

کراچۍ افغان کډوالو کېمپ سکول

د افغان کډوالو په وينا، څو کاله وړاندې دلته د 700 نه زياتو هلکانو او جينکو زده کړې کولې، خو اوس د زده کونکو شمېره 150 ته راښکته شوې او د اتم ټولګي نه پورته جينکۍ زده کړو ته نه راځي.

افغان ګډوال وايي زياتر زده کوونکي چې پخوا دلته درسونو ته راتلل دا وخت مختلفو ځايونو کې په ورځنی مزدورو بوخت شوي دي.

يو افغان کډوال يحيا خان وايي، "دا د افغان کېمپ کې چې کوم سکول دی دغې ډير اهميت شته، مونږ غواړو چې دغه سکول دې پر مخ تګ وکړي، او دلته د افغانانو د بچپانو مستقبل سم شي، ځکه چې په دغه ټول کېمپ کې دا يو سکول دی او که دا سبا خدای دې نه کړي، د مشکل سره مخامخ شي نو بيا د دې ټولو افغانانو د بچيانو دپاره ستونزه ده".

غازي امان الله خان ښوونځی په کال 2006 کې جوړ شوی او د افغانستان د پوهنې وزارت د څار لاندې فعاليت لري، د افغان ګډوالو کېمپ زرګونو اوسېدونکو دپاره يواځينی د زدکړو مرکز دی، او د کډوالو په وينا که چرته دا بيا تړل کېږي نو ماشومان به یې د زده کړو څخه محرومه شي.