پنجاب: پوليسو د لسو وسله والو وژلو دعوه کړې

د خېبرپښونخوا سره په پوله د پاکستان د پنجاب صوبې پوليسو دعوه کړې، مياوالي ضلعه کې د ضلعې پوليسو او سي ټي ډي په ګډه د استخباراتو په بنياد عمليات کړي، او د تحریک طالبان پاکستان لس وسله وال یې وژلي دي.

د پنجاب پوليسو د شپې ناوخته خبر خپور کړی چې د مياوالي تاڼې د مکړوال په غرييزه علاقه ملاخېل کې د لسو نه تر 15 پورې ترهګرو د موجودګۍ خبر وو.

ويل شوي، بيا د ضلعې د پوليسو مشر اختر فاروقي په مشرۍ سي ټي ډي، پوليس او ايليټ نفرۍ عمليات کړي دي.

ويل شوي، د پوليس او خوارجي ترهګرو ترمنځ سختې ډزې شوي او په نتيجه کې یې لس ترهګر وژل شوي دي.

د پاکستان حکومت، پوځ او پوليس د تېرې يوې مودې نه تحريک طالبان پاکستان د خوارجو په نوم يادوي.

تحریک طالبان پاکستان تراوسه پورې مياوالي ضلعه کې د پوليسو لخوا د شوو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

د پنجاب پولیسو په وينا، د وسله والو ضد عملياتو کې پوليسو ته کوم تاوان نه دی اوښتی.

ويل شوي، د پنجاب صوبې د پوليسو مشر آی جي ډاکټر عثمان انور د وسله والو ضد غټه کارروايۍ باندې د پوليسو ستاينه کړې او ويلي يې دي، د ترهګرو په وړاندې به کلک ولاړ وي.

د پنجاب میاوالي ضلع د خېبرپښتونخوا ډېره اسماعيل خان او څنګ ته نورو پرتو ضلعو سره په پوله پرته سیمه ده.

تېره شپه په ډېره اسماعيل خان کې د اېف سي ځواک په پوسته وسله وال برید شوی، لږ تر لږه د اېف سي ځواک لس اهلکار پکې وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې او ويلي يې دي، دا یې د خپل مشر قرېشي او هغه د ملګرو د وژلو بدل اخستی دی.

پرون په 24م اکتوبر د پاکستان دعوه کړې، د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا قبايلي ضلعې باجوړ کې د استخباراتو په بنياد عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان د يو مهم کمانډر، دوه خودکش يا ځانمرګو په ګډون نهه وسله وال یې وژلي دي.

پوځ ويلي وو، د وسله والو سره نښته شوې، يو مهم کمانډر یې سيد محمد عرف قرېشې استاز، دوه ځانمرګو برید کوونکو په ګډون نهه وسله وال وژلي دي.