پاکستان کې د پوليو پېښې کېدل دوام لري، تازه د بلوچستان لورالايي ضلعه کې ماشوم پوليو وهلی دی، د پوليو مخنيوي پروګرام وايي، په اتم اکتوبر دغه ماشوم معذوره شوی او پرون یې تصديق شوی چې پوليو وهلی دی.
د پوليو مخنيوي پروګرام ویلي، لورالايي کې د پوليو دا لومړۍ پېښه ده. سږ کال تراوسه پورې بلوچستان صوبه کې د پوليو پېښې 21 ته ورسېدې. پاکستان کې د پوليو پېښې 41 شوې.
دا تازه پېښه په داسې وخت کې مخې ته راغلې، چې دوه ورځې وړاندې د پوليو په نړيواله ورځ د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو، حکومت یې ملک د پوليو څخه پاکولو هڅه کوي، او داسې راتلونکې دپاره مبارزه کوي چې هر ماشوم د دې ناروغۍ څخه اغېزمن نه شي.
شهباز شريف په 24م اکتوبر ويلي وو، د پوليو د مخنيوي نړيوالو ادارو سره په ګډو هڅو یې د پوليو ډېرې راکمې کړي دي خو د امنيتي اندېښنو، پوليو ويکسينو په اړه غلطو معلوماتو او لرې پرتو علاقو ته د رسايي په څېر مسلې ورپېښې دي، خو د دوی هر څه باجود د صحت کار کوونکي هر ماشوم ته د پوليو څاڅکي رسوي.
هغه ويلي وو، د پوليو د مخنيوي دپاره سیمه ييزه مرسته مهمه ده، پاکستان او افغانستان له به په دغه برخه کې په ګډه کار کول وي.
پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه پاتې دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري.
پاکستان کې سږ کال د پوليو تراوسه پورې 41 پېښو کې تر ټولو زياتې 21 پېښې بلوچستان صوبه کې، 12 په سيند صوبه، شپږ خېبرپښتونخوا او يوه يوه پنجاب او اسلام اباد کې رپورټ شوي دي.
پاکستان د 28م اکتوبر په ټول ملک کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پيلوي، چارواکو په مياندو پلارانو غږ کړی ماشومانو ته دې د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان يواځيني هيوادونه دي چرته چې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.