اسرايل ویلي، په ايران یې غټه حمله سر ته رسولې ده. اسرايل نن د خالي، شنبې په ورځ سهار ويلي، جنګي الوتکو یې د ایران په يو شمېر سيمو کې کره پوځي اهداف په نخښه کړي، او الوتکې یې بيرته په خوندي ډول ستنې شوي دي.
دغه بيان د تهران په وخت د شپې دوه نيمې بجې د چاودنو څلور ساعته وروسته ورکړل شوی دی.
د اسرايل دفاعي پوځ ويلي، "د استخباراتو په بنياد، د اسرایل پوځي الوتکو د ايران د ميزايلو هغه ځای په نخښه کړی، چرته چې ايران ميزايلې جوړولې او تېر کال یې په اسرايل داغلې وې".
اسرایل ويلي، "دغه ميزايلې د اسرايلي وګړو دپاره نېغ او فوري ګواښ وو، او د اسرايل ځواکونو د ايران د ځمکې نه په فضا کې د میزايلو ویشتو د وړتيا اهداف هم په نخښه کړي، کومو چې د اسرايل د فضايي عملياتو ازادي محدودله".
د اسرايل د دفاعي پوځ وياند رېير اېډمرل ډېنيل هګاري خبريالانو ته ويلي، اسرايل په هوايي بريدونو کې اهداف ترلاسه کړي، خو فوري یې ثبوت نه دی وړاندې کړی.
ايران هم د اسرايل د بريدونو په اړه سمدستي غبرګون نه دی ویلي.
د امریکې د انتظامیې يو لوړ پوړي چارواکي ويلي، اسرايل په ايران کې چاپېره د ابادۍ نه بهر علاقو کې کره پوځي اهداف په نخښه کړي دي.
امريکايي چارواکي ويلي، صدر او د ملي امنيت ټيم یې، په تېرو اوونيو کې د اسرايل سره په ګډه کار کړی او اسرايل ته یې د داسې بريد او ځای په نخښه کولو ويلي وو چې پکې د ملکي وګړو تاوان کم وي.
د مطبوعاتي رپورټونو ترمخه، د امریکې صدر جوبايډن او مرستيالې صدر کاملا هېرس ته د اسرايل لخوا په ايران د حملو په اړه احوال وړاندې کړل شوی، او نور هم خبر ساتل کيږي.
د امريکې د دفاع يو چارواکي ويلي، مونږ اسرايل ته د حملو کولو ویلي، خو مونږ په حمله کې لاس نه درلود.
د پېنټاګون ویاند مېجر جنرل پېټ رېډر ويلي، د امریکې د دفاع وزیر لوېډ اسټين د اسرايل د دفاع وزير يوو ګېلنټ سره د اسرايل لخوا په ایران د بريد په اړه خبرې کړي، او معلومات یې ترې ترلاسه کړي دي.
د خبر ترمخه، اسټين ويلي، د اسرايل د امنيت او دفاع د حق دپاره امریکا کلک عزم لری، نوموړي د ایران او ايران ملاتړو ترهګرو تنظيمونو د خطرو څخه په سيمه کې د امریکې، اسرايل او نورو اتحاديانو د دفاع دپاره د امریکې د وړتيا، او شخړې څخه ګټه پورته کوونکو يا زیاتونکو د مخنيوي په خبره ټينګار کړی دی.
د اسرايل پوځ ویلي، د خالي په ورځ یې د ایران د بريدونو په ځواب کې هوايي بريدونه کړي دي.
ایران د اپرېل په مياشت کې په اسرايل د لسګونو په شمېره کې نېغې ميزايلې وېشتې وې. ایران ويلي وو، دغه ميزايلې یې د اسرايل د هغه هوايي بريد په ځواب کې کړې وې کوم کې چې په دمشق کې د ایران لوړ پوړی پوځي مشر وژل شوی وو.
د ایران انقلابي ځواک ویلي، د اکتوبر په لومړۍ نېټه یې په اسرایل د 200 پورې بېلسټک ميزايلې داغلې وې. ويلي یې وو، دغه بريدونه یې د ايران د بل پوځي مشر او حماس او حزب الله د مشرانود وژنو په بدل کې کړي وو.
امریکې، د ايران انقلابي ځواک، حزب الله او حماس ترهګر تنظيمونه ګرځولي دي.
امريکايي چارواکي ويلي، اسرايل نړۍ ته ښکاره کړه چې ځواب یې بشپړ کړو.
ورسره امریکې په موثره هیوادونو غږ کړی چې ايران د اسرايل ضد نورو حملو څخه ودروي چې د حملو دغه لړۍ نوره ختمه شي او په مخکې تګ وشي.
د ايران سرکاري مطبوعاتو هڅه کړې چې د بريدونو اغېزې کمې ښکاره کړي، او ويلي یې دي، د ايران دفاعي ځواکونو په مختلفو برخو کې د اسرايلي بريدونو په وړاندې مزاحمت کړی.
د ايران سرکاري خبري ادارې ارنا سهار په شپږ بجې ويلي وو، ايران د اسرايل د هوايي بريدونو خپل فضايي حدود بند کړي وو.
د اسرایل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د لومړي اکتوبر د ایران د بېلسټک ميزايلو د حملې وروسته خبرداری ورکړی وو چې ايران غټه غلطي کړې او قيمت به یې ورکوي.