د سېراج حقاني په اړه د نیویارک ټایمز په رپوټ نیوکې کيږي

د امریکا ورځپاڼې نيويارک ټايمز کې د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سېراج الدين حقاني باندې یو اوږد رپوټ کې هغه د یو باغي، سیاستمدار، مرکچي، او ډپلومېټ په توګه ښودلو باندې د افغان چارو ځینو افغان او امریکايي کارپوهانو په ورځپاڼه نیوکې کړي دي، او وايي دا به لومړی ځل وي چې امریکا ته تر ټولو مطلوب سړی اوس د بدلون لپاره د امېد زیری جوړ شوی.

د اکتوبر په 24مه باندې د چاپ شوي رپوټ سرخط دی، "ایا په افغانستان کې تر ټولو مطلوب توندروه اوس د بدلون تر ټولو ښه امېد دی؟".

نیویارک ټایمز په خپل رپوټ کې د سېراج الدین حقاني، د هغه د کورنۍ او حقاني شبکې لخوا د امریکايي ځواکونو، افغان ځواکونو او ملکي وګړو په وړاندې خونړي بريدونه او عمليات ياد کړي او د حقاني د خلې د ترهګرۍ دغه بوګنونکې پېښې ستايل شوې هم دي.

ورځپاڼه وايي د رپوټ لپاره د دوی خبریالې د ښاغلي حقاني سره مرکه کړې ده، د 70 نه زیاتو افغان کارپوهانو، ډپلومېټانو، افغان چارواکو، او طالب پوځیانو سره یې خبرې کړي او د اسنادو په سوونو ورقې یا پاڼې يې کتلي دي.

په رپوټ کې د ښاغلي حقاني د ماشومتوب، ځوانۍ، د حج مراسمو کې د ګډون د وخت او د اماراتو د امیر سره د لیدو عکسونه هم چاپ کړي دي. یو عکس سره لیکل شوي دي چې سېراج الدین حقاني کوښښ کړی چې د په وینو لړلي جهادي نه ځان د طالبانو د یو مدبر سیاستمدار په توګه بدل کړي. ورځپاڼه بیا لیکي چې د هغه دغه کار غربي ډپلومېټان حېران کړي او پسخولي دي.

په سوشل مېډیا (ټولنیزو رسنیو) د سېراج الدین حقاني مینه وال او طالب پلوه ډېری کسان د نيويارک ټايمز په رپوټ مثبتې تبصرې کوي خو ځینو افغانانو او امریکایانو ویلي د ورځپاڼې په رپوټ کې د حقاني شبکې د بدنام مشر په سمه او رغنده توګه وړاندې کولو هڅه شوې ده. ښاغلی حقاني امریکا ته تر ټولو مطلوب سړی او په سر یې د لس ملینه ډالرو انعام هم کېښودل شوی دی.

د افغانستان د پخواني حکومت یو اعلا پوځي چارواکی سميع سادات چې ځان د افغانستان د متحده جبهې مشر معرفي کوي، د نيويارک ټایمز مقالې ته په غبرګون کې ويلي،

"نيويارک ټایمز کې سراج الدين حقاني د امېد په حېث پېژندل د افغانانو او امريکايانو د وینې سره خيانت دی".

هغه ويلي، "په نيويارک کې د 9/11 بريدونو په وخت اسامه بن لادن د سراج الدين د پلار جلال الدين سره د افغانستان په خوست کې مېلمه وو. سراج او بن لادن او د دوی پلويانو په دغو بريدونو د خوشالۍ دپاره خواږه وېشل. وروسته سراج الدين د خپل پلار ځای ناستی شو، په زرګونو امریکايي او افغان پوځيان او ملکي وګړي يې ووژل".

سادات ویلي، "مونږ هغه [سراج الدين] د کابل د قصاب په توګه پېژنو، ښيې نيويارک ټایمز د هغه نوم هېر کړی وي. نن د سراج نه بل بد څوک نشته. نن تاسو هغه په ښه ډول وړاندې کولی شئ، خو انصاف به کیږي، زه خپلو ټولو وروڼو خويندو ته وايم چې راولاړ شي او معلومه کړي په امریکا کې څوک دغه کار کوي."

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ویاند عبدالمتين قانع د نیویارک ټايمز د مقالې په حواله ويلي، چې امریکايانو سراج الدين حقاني د مرګ په فرښته نومولی وو. هغه ويلي، "هو زمونږ مشران د دوی د مرګ فرښتې او د مسلمانانو د نجات فرښتې دي".

د نیويارک ټایمز رپوټ کې د سراج الدين حقاني په اړه ويل شوي، په تېرو دوو لسيزو کې هغه د طالبانو مهم او ويرونکی غړی ګڼل کېدو، هغه د امریکايي او افغان ځواکونو او ملکي وګړو په وړاندې خونړي بريدونه ترسره کړي، خو هغه اوس ځان د يو سياسي مشر په توګه معرفي کوي.

د افغانستان دپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد چې د امريکې او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو عمل یې ترسره کړی، او په دغه عمل کې د نيوکو سره مخ هم پاتې شوی، د نیويارک ټایمز د رپوټ په اړه یې په اېکس پوسټ کې ويلي،

"سراج الدين حقاني چې د طالبانو د حکومت يو مهم مشر دی، هغه د ترهګرو بريدونو، تښتونو، او القاعده په څېر ډلو سره د اړيکو تاريخ لري، هغه د يو بدل سړي په توګه وړاندې کړل شوی چې طالبان يو نوي پړاو ته بوتللی شي".

ښاغلي خليلزاد دوه نکتې وړاندې کړي، "يوه دا خبره مهمه ده چې ومنل شي، حقاني په معتدل انداز کې او لويديځ دپاره لارو پرانستو کې يواځې نه دی. په دې کې ملا يعقوب او ملا برادر او نور هم شامل دي. د مثال په توګه، چې دوی د جينکو او ښځو په تعليم د بنديزونو مخالفت کوي".

دويمه دا چې، "ایا د دې مشرانو سره د امریکا چلند باید د تیر وخت او د انتقام يا غچ په بنياد وي، که زمونږ د راتلونکو ګټو او اهدافو په بنياد؟ زه د دې دوېمې لارې ملاتړ کوم، خو مونږ ته پکار ده چې د دوی ارادې او د ژمنو پوره کولو وړتیا و ارزوو. نتيجو ته اوس هم ډېر وخت شته".

مریم سلېمانخېل چې ځان د افغانستان د جلاوطنه پارلیمان غړې معرفي کوي، د نيوياک ټايمز په مقاله یې نيوکې کړي دي.

"سراج الدین حقاني چې د طالبانو یو قصاب دی او لس میلینه ډالره جایزه پرې ایښودل شوې ده، نيويارک ټايمز د يو "حقيقي يا عملي سیاستمدار" په توګه د وړاندې کولو هڅه کړې. ایا تاسو به هټلر ته د پالیسۍ د بدلون لپاره اصلاح کوونکی ويلی وی؟.

هغې زياته کړې، "افغانې مېرمنې اوس هم د حقاني د نظر لاندې د سکولونو او کار څخه منع دي. دا جرنلزم نه دی دا د ترهګرۍ پاکولو هڅه ده".

په امریکا کې د جمهوریتونو د دفاع تنک ټنک غړي ِبل روګيو د نيويارک ټايمز په مقاله نیوکې کړي چې سراج الدين حقاني یې د "معتدله طالبانو د څېرې په توګه وړاندې کړی، څوک چې وژونکی او القاعده په څېر ترهګرو ډلو سره اړیکې او د هغو کوربه وو".

په امريکا کې د جان هاپکينز پوهنتون استاز، د امریکې د بهرنيو چارو پخوانی مشر سلاکار او لیکوال ولي ناصر د نيويارک ټايمز مقالې په اړه ليکلي،

"دا به د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل نه وي چې تر ټولو زيات مطلوبه وسله وال اوس د بدلون غوره هيله ده؟".

برکت علي چې ځان د هزاره حقونو فعال معرفي کوي، په اېکس یې ويلي، "نیويارک ټايمز په مقاله کې د حقاني په اړه هڅه کړې چې په نړيواله کچه پېژندنې دپاره د طالبانو جرمونه او روان ظلمونه ووينځي، پاک یې کړي، خو د طالبانو په واک کې د ښځو حقونه سخت اندېښمن دي او دا يواځينۍ مسله نه ده".

د نيويارک ټايمز په رپوټ کې د "اینده" تر سرخط لاندې د سراج الدين حقاني د بهرنیانو او افغانستان کې دننه د نورو سره د اړیکو او اېتلافونو جوړولو خبره شوې ده. او په اخره کې ويل شوي، سره له دې چې حقاني له يو خطرناک وسله وال مشر څخه يو سياسي مشر ته د بدلون هڅه کوي، خو امريکا او د لويديځ هيوادونه اوس هم په طالبانو باور نه لري، او د درې کلونو تېرېدو باوجود د طالبانو حکومت تراوسه چا په رسميت نه دي پېژندلي.