سټلایټ تصویرونه د ایران په دوو پوځي مرکزونو د اسرائیل د حملو نقصان ښيي

اې پي: د پلانېټ لېبز پي بي سي لخوا اخېستل شوی سټلایټي تصویر، د ایران پارچین پوځي مرکزي ښيي

د اېسوشیټډ پرس خبري ادارې د اتوار/یکشنبې په ورځ د سټلایټ تصویرونو په جاج اخېستو سره ویلي چې په ایران باندې د اسرائیل حملې د تهران جنوب ختیځ ته په دوو رازداره پوځي مرکزونو کې نقصانونه اړولي دي.

پخوا تر دې، ماهرینو یو دغه مرکز د تهران د جوهري وسلو پخواني پروګرام او دا بل یې د بالسټیک میزائیلو پروګرام پوړې اړوند ځایونه بللي و. ځیني زیانمنې شوې ودانۍ د ایران په پارچین پوځي مرکز کې دي، چېرته چې د اېټمي انرجۍ عالمي اداره دا شک لري چې ایران هلته کې پخوا د داسې قوي چاودېدونکو موادو ازموینې کړي چې د اېټم بم جوړولو ته لاره پرانیزي.

ایران د ډېره وخته دا ټینګار کړی چې د دوی جوهري پروګرام پرامنه دی، مګر د اېټمي انرجۍ عالمي اداره، د مغربي ملکونو استخباراتي ادارې، او نور وایي چې تهران تر ۲۰۰۳ کاله پورې د اېټمي وسلو فعاله منصوبه درلوده.

په تصویرونو کې ښودل شوي نور زیانونه، پارچین ته نږدې د خجیر پوځي اډې کې لیده شي. څېړونکي په دې باور دي چې په خجیر مرکز کې د ځمکې لاندې د سرنګونو یو نظام او د میزائیلو د جوړولو ځایونه پټ دي.

د ایران پوځ دا نده منلې چې ګني د شنبې ورځې په سهاروختي د اسرائیل په حملو کې دې په خجیر او یا هم په پارچین کې څه نقصان اوړېدلی وي، خو دا یې ویلي چې په دې بریدونو کې د ایران څلور عسکر چې د فضایي دفاع په برخه کې یې دنده لرله، مړه شوي دي.

سمدستي د سټلایټي تصویرونو په اړه پوښتنو ته نه په ملګرو ملتونو کې د ایران نمایندګي او نه هم د اسرائیل پوځ څه جواب ورکړی دی.

اې بي - د پلانېټ لېبز پي بي سي لخوا اخېستل شوي سټلایټي تصویر د ایران خجیر پوځي مرکز ښيي

خو د ایران رهبر آیت الله علي خامنه اي د اتوار/یکشنبې په ورځ په یو تقریر کې وویل چې د اسرائیل دا حمله "نه په کار ده چې ډېره غټه وګڼل شي، او نه په کار ده چې ډېره وړه وګڼل شي". خامنه اي د کوم سمدستي انتقامي کاروایۍ خبره ونه کړه. د اسرائیل وزیراعظم بنیامین نېتنیاهو د اتوار/یکشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیل حملې، ایران ته "شدید نقصان" اړولی دی او د دغه برید "ټول مقاصد ترلاسه شوي دي."

تر اوسه هم ښکاره نده چې د اسرائیل په دې حمله کې ټولټال د ایران څومره ځایونه په نښه کړی شوي دي. د ایران پوځ هم تر اوسه د نقصانونو څه تصویرونه جاري کړي ندي.

ایراني چارواکو ویلي چې زیانمنې شوې سیمې د ایران په ایلام، خوزستان او تهران صوبو کې دي. د پلانېټ لېبز پي سي بي لخوا اخېستل شوي سټلایټي تصویرونه ښيي چې د خالي/شنبې په ورځ په ایلام کې د تنګ بیجار په نوم د ایران د قدرتي ګېسو د پیداوار میدان شاوخوا لوګي پورته کیږي. خو تر اوسه دا نده معلومه چې دغه لوګي د اسرائیل د حملو سره څه تعلق لري که نه. ایلام د ایران هغه مغربي صوبه ده چې د عراق سره په پوله پرته ده.

تر ټولو واضحه نقصانات په هغو سټلایټي تصویریونو کې لیدلی کیږي چې پلانېټ لېبز د پارچین پوځي مرکز نه اخېستي دي. دا د تهران نه څلوېښت کلومټره لېري، جنوب ختيځ لوري ته د مملو ډېم ته څېرمه مرکز دی. هلته کې یوه ودانۍ تباه شوې ښکاري او نور داسې ښکاري چې حمله کې یې زیانونه لیدلي دي.

په خجیر کې چې د تهران نه شل کلومټره لېرې دی، په سټلایټي تصویریونو کې لږ تر لږه دوه ودانۍ زیانمنې شوې ښکاري.

ځیني ماهرین یقین څرګندوي چې په دې حملو کې د ایران جوهري تنصیبات ندي اغېزمن شوي.

د ځینو رپوټونو ترمخه، اسرائیل د امریکا په دې غوښتنه راضي شوی و چې په دې حمله کې به د ایران د تېلو او جوهري پروګرام په تنصیباتو برید نه کوي.