هند: مندر کې د اتش بازۍ په مهال چاودنه شوې تر 150ؤ زیات کسان پکې ژوبل شوي

هندي میډیا د چارواکو له خولې وایي چې دې پېښه کې د زیاتره کسانو مخونه اؤ لاسونه سوځېدلي دي.

د هند په یو مندر کې د اتش بازۍ په مهال چاودنه شوې چې د چارواکو په وینا تر 150 زیات کسان پکې ژوبل شوي اؤ په دغو ژوبلو کسانو کې د اتوؤ تنانو حالت مرګونی ښودل شوی.

د خبري شبکې اې اېف پي له مخې د هندي ورځپاڼو لخوا په ټولنیزو رسنیو خپره کړل شوې ویډیو کې لیدل کیږي چې د هند په کیراله ریاست کې په نیلیشورم کې د یو مندر مخې ته په سوؤنو کسان د اتش بازۍ لپاره راټول شوي اؤ په دغه مهال د یوې ودانۍ دننه د پټاخو د چاودیدو غږونه راخیژي اؤ بیا یوه طاقتوره شغله د اسمان په لوري پورته کیږي.

په سیمه کې د پولیسو مشرې شلپا دیوایا اې اېف پي ته ویلي چې چاودنه کې 154 کسان ژوبل شوي اؤ په هغوي کې د اتوؤ کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د پولیسو مشرې ویلي چې پېښه کې ژوبل شوي97 کسان روغتون کې بستر کړل شوي دي.

هغې ویلي دې خلکو په داسې یو ځای کې اتش بازي کوله چې هلته د اتش بازۍ د توکو ذخیره موجود وه اؤ چاودیدونکو پټاخو نه د اور بڅري الوتي اؤ دغه ذخیره یې چولې یا ډزولې ده.

هندي میډیا د چارواکو له خولې وایي چې دې پېښه کې د زیاتره کسانو مخونه اؤ لاسونه سوځېدلي دي.

د ځاي حکومت یو چارواکي انیشیکهر ویلي د سیمې خلکو ته د اتش بازۍ هیڅ اجازه نه وه ورکړل شوې.

دي هندو ورځپاڼې لیکلي چې د مندر صدر اؤ سیکرټري پولیسو پخپله ولکه کې اخستي دي.

په کال 2016م کې هم په هند کې د یو مندر دننه د اتش بازۍ په مهال چاودنه شوې وه چې په کې لږ تر لږه 112 کسان وژل شوي وؤ.