سردار شکیب: د طالبانو حکومت پاکستان کې د کېدونکې ترهګرۍ ملاتړ نه کوي

پاکستان کې د افغان طالبانو د حکومت استازي یا ناظم الامور مولوي سردار احمد شکیب ویلي، د دوی حکومت په پاکستان کې کېدونکې ترهګرۍ کې نه خو خوښي لري او نه یې ملاتړ کوي.

هغه وایي که چرې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ودې او د خلکو تر منیځ تګ راتګ ته پام زیات شي نو د ترهګرۍ په شمول ټولې ستونزې هواریدلی شي.

د نهې یا سه شنې په ورځ په اسلام اباد کې د نړیوالو مطالعاتو انسټیټیوټ کې د پاکستان او افغانستان ترمنیځ تجارت په اړه شوې غونډه کې د اوسنیو اقتصادي اړیکو، سیاسي ننګونو او د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لارې چارې څېړل شوي او د سیمه ییزې سوداګرۍ د ودې لپاره د پالیسۍ سپارښتنې وړاندې کړل شوې دي.

په پاکستان کې د افغان طالبانو د حکومت استازي یا ناظم الامور مولوی سردار احمد شکیب وویل د پاکستان او افغانستان ترمینځ د کلونو راهسې سوادګري کیږې، په اوسني وخت کې که چرې د خلکو تګ راتګ زیات کړل شي، ولس ته د ویزو اسانتیاوې ورکړل شې او د میوو او سبزیو په سیزن کې لارې ونه تړل شي، نو تجارت وده کولی شي.

پاکستا ن کې د ترهګرۍ د سیوا شوؤ پېښو ؤد افغانستان اؤ پاکستان لخوا په یو بل د لګېدونکو تورونو اؤ د تجارت د امکاناتو په اړه د وي او اې ډیوه یوې پوښتنې ته په ځواب کې د طالبانو د حکومت استازي مولوي سردار محمد شکیب وویل :

"په پاکستان کې د امنیت مسله له ډیره وخته راهسې شتون لري نو هیلې لرو چې د افغانستان په څېر په پاکستان کې هم حالات ښه شی. خو افغانستان نه خو په دې کې دلچسپي لري او نه یی ملاتړ کوي. مونږ هیله لرو چې د دواړو هیوادونو تجارت، ټرانزټ او د خلکو تګ راتګ زیات شي، نو نورې مسلې هم حل کیدای شي".


د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري د جګړې او د پولې په اوږدو کې د اورپکو عملیات، پر افغانستان د نړیوالو بندیزونو، ناکافي زیربناوو او پر پوله د پرله پسې خنډونو له امله له ننګونو سره مخ ده.

د پاکستان پخواني سفیر او د نړیوالو مطالعاتو د انسټیټیوټ مشر جوهر سلیم ډیوه ته وویل،د دواړو هیواړونو تر مینځ‌د تجارت کې د اضافې کولو ډیر امکان شته.

هغه وویل په تیرو کلو کې دغه تجارت له دوؤ څخه دریوؤ میلینو ډالرو ته رسیدلی ؤ، د افغانستان لپاره د پاکستان لاره تر ټولو نزدې او اسانه ده، که چرې افغا نستان د ترهګرۍ په اړه د پاکستان شکایتونه لرې کړي نو دا تجارت به نور هم زیات شي.

د تیرو کلولونو راهسې په پاکستان کې د ترهګرۍ پیښو او د پاکستان مخالفه وسله والې ډلې ټي ټي پي په اړه تاو تریخوالي د پاکستان او افغانستان اړیکې خرابې کړې دي.

د پاکستان د سوداګرۍ فورم په وینا، په کال 2018 کې د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګری 2 ملیارد ډالرو ته رسیدلې وه چې د طالبانو لخوا د واک تر لاسه کولو وروسته اوس 870 میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې ده.

د نړیوالو چارو کار پوهه عارش الله خان ډیوه سره خبرو کې ویلي،ضرورت د دې خبرې دی چې پاکستان او افغانستان د خپل منځي ستونزو د هواري لپاره یو بل سره کیښني.

هغه وایي پاکستان او افغانستان د تجارت لپاره د یو بل لارې کارولی شې، خو تر څو چې سیاسي اړیکې نه وې ښې، تجارتې اړیکې هم نه شې ښې کیدای" ولې چې سیاست د تجارت څخه جدا نه شي پاته کیدای"

د افغانستان ناظم الامور دعوه وکړه چې افغانستان په تیرو دریوؤ کلونو کې ډیر پر مختګ کړی اؤ وې ویل په هیواد کې نه یوازې د تګ راتګ بلکې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره د رابطو لپاه پر لویو سړکونو هم کار روان دی.

څیړونکې وایي، د وړاندې ستونزو سربیره،‌ منځنۍ اسیا سره د رابطو لپاره د افغانستان اهمیت، د CASA-1000 او ټاپي په څېر سیمه ییزې پروژې، په سي پيک کې ګډون، او د چمن او تورخم په څېر د سرحدي سوداګریزو مرکزونو پیاوړي کول، هغه فرصتونه دي چې ورڅخه دواړه هیوادونه ګټې تر لاسه کولي شي.