د پولیو خلاف د روان کمپین په مهال د نوښار نه د پولیو بله پېښه مخې ته راغلې

په پاکستان کې د پولیو خلاف د روان کمپین په مهال د خېبر پښتونخوا څخه د پولیو یوه بله پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 42 ته رسېدلې ده.

په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې د پولیو د مخنیوي ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ د پولیو دا تازه پېښه تاييد کړې اؤ ویلي یې دي چې دا پېښه د خېبر پښتونخوا د نوښار سیمې نه مخې ته راغلې ده.

پاکستان کې د پوليو مخنيوي د پروګرام د پېښور څانګې خبر پاڼه کې ويلي، د نوښار په ګنډهیري سیمه کې د 29 میاشتو یوې ماشومې ته پولیو وایرس ورپورې کېدو پخلی شوی دی.

دا پېښه په داسې حال کې مخې ته راغلې چې د 28م اکتوبر نه پاکستان کې د پولیو په ضد کمپین پېل شوی اؤ ټاکل شوې چې دا کمپين به تر دریم نومبر روان وي.

تېره ورځ د خېبر پښتونخوا د بره اورکزۍ په ډبوري بادان کلي کې د پولیو په یوه ډله برید هم شوی ؤ چې پکې د پولیو ډلې په حفاظت مامور دوه پولیس عسکر وژل شوي وؤ اؤ پولیسو دعوه کړې وه چې په ځوابي ډزو کې درې برید کوونکي هم وژل شوي دي.

‎راپورونه ښيي چې سږ کال په ټول پاکستان کې د پوليو 42 پېښې ريورټ شوې، چې پکې 21 په بلوچستان، 12 په سند، 7 په خیبر پښتونخوا یوه په پنجاب او یوه په اسلام آباد کې مخې ته راغلې ده .

‎د صحت نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او ) د پوليو پېښو زیاتېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.

‎د دوی په وينا، د افغان کډوالو د زیات شمېر راستنېدو او په پاکستان کې د پوليو ټيمونو ته د امنیت ګواښونو له امله د دې ناروغۍ مخنیوی له لویو ستونزو سره مخ دی.

‎په پاکستان کې د پوليو د خاتمې لپاره د ایمرجنسي آپریشن سينټر له خوا په پيل شوي کمپین کې 81 زره پوليو ټیمونه کار کوي، چې د هغوی د خونديتوب لپاره 19 زره امنيتي اهلکاران ګمارل شوي دي.

‎په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.

د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ‌‌‌ډکی حملې کړې دي.

په پاکستان او افغانستان کې په دې لړ کې په سلهاوو تنان وژل شوي دي.