د کراچۍ یو ځایي عدالت پخپله انږور تیزاب پاشونکې خواښې اؤ د هغې دوؤ زامنو ته د 14 کالو د بند اؤ لسو، لسو لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.
د ډان نیوز د رپورټ له مخې دغه دریواړه ملزمان عدزا،عباس مسیح اؤ فرحان د چهارشنبې په ورځ د کراچۍ د غربي سیمې د اېډیشنل سیشن جج عدالت ته وړاندې کړل شوي اؤ هلته ورته جج د 14 کالو د بند سزا اورولې ده.
د دریواړو ملزمانو په ضد د کراچۍ په سرجاني ټاؤن تاڼه کې مقدمه درج وه.
ډان پخپل رپورټ کې د مدعي وکیل لیاقت علي خان ګبول له خولې ویلي چې د په شمشاد مسیح نومې ښځه تور ؤ چې هغې د خپلو زامنو په مرسته پخپله انږور چندا تېزاب پاشلي وؤ چې له امله یې د هغې بدن سوځېدلی ؤ.
وکیل ویلي چې د قضیې د پيروۍ په مهال اغېزمې جینۍ چندا ، د مقدمې مدعي اؤ نورو ګواهانو د تورونو کسانو په ضد ګواهي ورکړې اؤ په عدالت یې د هغوي پېژندنه هم کړې ده.
عدالت له دلیلونو اورېدو وروسته د تېزاب پاشلو په جرم کې دغه مور اؤ د هغې دوؤ زامنو ته د څوارلسو کالو د بند اؤ لسو،لسو لکو روپو د جرمانې سزا اورولې ده.
تېره د ستمبر میاشت کې د بشري حقونو په اړه د پاکستان د سېنېټ فنکشنل کمېټۍ په سیند صوبه کې د ښځو او ماشومانو په ضد په جرمونو کې په زياتوالي انديښنې څرګندې کړې او د پولیسو د کار په اړه يې پوښتنې راولاړې کړې وې.
دسېنېټ فنکشنل کمېټې د غونډې په مهال د کمیټې مشرې ثمینه ممتاز ویلي وؤ چې په ښځو اؤ ماشومانو د تشدد 1058 مقدمو څخه 985 لا اوس هم د ځنډ ښکار دي اؤ په اړه یې هیڅ فیصلې نه دي شوې.
هغې ویلي وؤ په ښځو د تشدد مقدمو کې تورنو ملزمانو ته د سزا ورکولو کچه صفر ده.
د بشري حقونو کارمندان وایي یوازې سیند صوبه کې نه بلکې په ټول هیواد کې د ښځو پر ضد د تشدد پېښو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان هیومن رایټس واچ وایي پاکستان کې د اندازې له مخې هر کال د غیرت په نوم نزدې 1000 ښځې وژل کیږي اؤ د ښځو اؤ نجونو پرضد د تشدد پېښې ټول پاکستان کې یوه سنګینه مسله ده.