د اسټريليا کرکټ لوبډلې د درېو يو ورځنو لوبو د لړۍ په لومړۍ سيالۍ کې پاکستانۍ لوبډلې ته په دوه وکټو ماتې ورکړه.
د اسټريليا په یاد مېلبرن کرکټ ميدان کې د ترسره شوې لوبې ټاس، پچه کوربه لوبډلې ګټلی او پاکستان ته یې لومړی بېټنګ ورکړی وو.
پاکستاني ټول لوبغاړي په 47م اوور په 203 رنزونو اوټ شوې وه.
د اسټريليا لوبډلې په 34م اوور کې ټاکلی هدف په اته لوبغاړو اوټ کېدو پوره کړو او په دوه وکټو یې لوبه وګټله.
پاکستانۍ لوبډله کې زيات 44 رنزونه کپتان محمد رضوان او بيا 40 رنزونه نسيم شاه او بابر اعظم 37 رنزونه جوړ کړي وو.
د اسټريليا مچل سټارک درې، او دوه نورو بالرانو دوه دوه وکټې اخستې وې.
د اسټريليا په لوبغاړو کې جوش انګليس 49 او سټيوين سمت 44 رنزونه جوړ کړي دي.
پاکستاني بالرانو کې حارث روف درې او شاهين شاه اپريدي دوه وکټې اخستي دي.
د پاکستان او اسټريليا لوبډلو ترمنځ درې يو ورځنۍ او درې ټي ټوينټي، شل اووريزه سيالۍ ټاکل شوي دي.
دويمه يوه ورځنۍ لوبه د جمعې په ورځ اتم نومبر ټاکل شوې ده.