د خېبر پښتونخوا په حنوبي ضلع ډیره اسماعیل خان کې د فرنټیر کانسټېبلري په ګاډي د وسله والو برید کې د ایف سي ځواک دوه اهلکار وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا، برید پرون په پينځم نومبر ناوخته د درابڼ تحصیل ګنډۍ عاشق سیمه کې شوی، چرته چې د وړاندې نه پټو وسله والو د ډېره اسماعیل خان نه راتلونکو د فرنټیر کانسټېبلري په ګاډي ناتاره ډزې کړې دي.
د دوی په وینا د برید په نتیجه کې د ایف سي ځواک یو اهلکار په ځایی وژل شوی او څلور نور ژوبل شوي وو.
پولیس افسر ډي ایس پي شریف الله کنډي وايي، د برید وروسته سمدستي د پېښې ځایی ته رسېدلي او او ژوبل اهلکار یې د ډېره اسماعیل خان په ښار کې پوځي روغتون ته منتقل کړی دی.
د روغتون د چارواکو په وینا ، په ټپیانو کې یو اهلکار د سختو زخمونو له امله ساه ورکړه، او د وژل شوو شمېره دوو ته سېوا شوې ده.
د پولیسو افسر په وینا امنیتي ځواکونو ټوله سیمه په ګیره کې اخستې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي. تحریک طالبان پاکستان د دې زمه واري منلې ده.
د اکتوبر په 25مه هم د ډېره اسماعیل خان د درازندې په سیمه کې د فرنټیر کانسټېبلري په زام نومي چیک پوسټ برید شوی وو، چې پکې د اېف سي ځواک لس اهلکار وژل شوي او درې ټپیان شوي وو. د دغه برید زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه.