د ایران سرکاري خبري ادارې، ارنا د اتوار، يکشنبې په ورځ ویلي، د پاکستان سره په پوله وسله وال بريد کې یې پينځه ايران امنيتي عسکر وژل شوي دي.
د رپوټ ترمخه، پېښه د ایران د بلوچستان او سيستان په سراوان ښار کې شوې، د ايران د انقلابي ځواک رضاکار بسيج ځواک پينځه بلوڅ غړي پکې وژل شوي دي.
سراوان د ايران د پایتحت تهران نه جنوب ختيځ پله خواوشا 1400 کلوميټره لرې پروت دی.
سمدستي د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.
له دغې وړاندې د ايران سرکاري ټي وي ویلي وو، چې د ايران انقلابي ځواک په عملياتو کې درې ترهګر وژلي او نهه یې نيولي دي. خو په رپوټ کې نه وو ويل شوي چې دغه مشکوک کسان د کومې ډلې سره تړاو لري.
تېره میاشت په ياده صوبه کې د انقلابي ځواک د مشر په ګډون وسله والو څلور تنه وژلي وو.
د ستمبر په میاشت کې په سيستان او بلوچستان کې په دوو وسله والو بريدونو کې څلور سرحدي ساتونکي وژلي وو.
د جېش العدل په نوم وسله واله ډله چې د بلوڅ لږکيو حقونه غواړي، د يو افسر او دوو پوځیانو د وژلو زمه واري يې منلې وه.
د ايران دغه صوبه چې د پاکستان او افغانستان سره پولې لري، وخت په وخت په کې د وسله والو ډلو، وسله والو قاچاقبرانو او د ایران د امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتې مرګونې نښتې کيږي.
دا اوسنۍ پېښې تازه پرمخ تګ شوی دی. په سيمه کې د سني مسلمانانو اکثريت دی او د ايران شيعه هم پکې مېشت دي او د اوږدې مودې راهسې اړيکې ترينګلې دي.
خبر د اې پي په مننه