د امریکا منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د خپلې آینده انتظامیې د جوړولو په لړ کې د شورو/چهارشنبې ناوخته، خپله یوه پخوانۍ اتحادي تولسي ګبارډ د امریکا د استخباراتي ادارو عمومي مشره ونوموله. که چېرته یې تقرري تایید شوه، تولسي ګبارډ به د سي آی اې په شمول، د امریکا د استخباراتو په اتلس (۱۸) ادارو څار وکړي.
د نهې/سې شنبې په ورځ منتخب صدر ټرمپ اعلان وکړ چې غواړي د نېشنل انټلجېنټس پخوانی مشر جان راټکلیف د سي آی اې مشر وټاکي.
دغه دواړه نومل شوي کسانو ته به د سنېټ نه د منظورۍ رایه ترلاسه کول وي. په سنېټ کې اکثریت په دې وروستیو انتخاباتو کې رېپبلېکنانو ګټلی دی.
د دغو دوو نومل کېدو له جملې، د ټولو استخباراتي ادارو د مشر په حیث د تولسي ګبارډ ټاکنه، ځینو قانون سازانو او د استخباراتو پخوانی چارواکو ته د حېرانتیا وړ وه.
تولسي ګبارډ د امریکا د پوځ په نېشنل ګارډ کې د کار سابقه لري، هغې په عراق او کوېټ کې پوځي دندې ترسره کړي، او بیا وړومبۍ هندوه (هندو مذهبه امریکایۍ) وه چې د هاوايي ریاست نه د یوې ډېموکرېټې استازې په حیث، د کانګرس د استازو اېوان ته یې لاره ومونده.
ګبارډ د امریکا په نېشنل ګارډ کې د څه باندې شل کاله دندې وروسته، د جنګي محاذ د طبي خدمت بېج ترلاسه کړی، خو هېڅکله یې د مشرۍ کوم موقف کې کار ندی کړی.
ټرمپ، چې د خپل صدارتي کمپېن پر مهال یې وعده کړې وه چې په استخباراتي ادارو کې به، د هغه په وینا، د کرپشن بېخ وباسي، د تولسي ګبارډ چال چلند یې ستایلی دی.
منتخب صدر ټرمپ په یو بیان کې ویلي: "پوهېږم تولسي به خپله هغه بې خوفه اروا، چې د هغې ځلانده دنده یې ځانګړې کړې ده، زمونږ استخباراتي ټولنې ته راوړي، زمونږ د آئيني حقونو دفاع به کوي، او د طاقت په ذریعه به امن قایم کړي."
خو تولسي ګبارډ پخوا داسې دریځونه هم ښکاره کړي چې هم ډېموکرېټانو او هم رېپبلېکنانو ورباندې تنقید کړی دی.
د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې تولسي په سوشل مېډیا باندې یوې وېډیو کې دعوه وکړه چې په اوکراین کې د امریکا په اخراجاتو څه باندې پنځه ویشت (۲۵) بائیولېباټرۍ شته دي چې "په خطرناکو پټوجینز (د بیمارۍ عواملو) باندې تحقیق کوي". هغې په امریکا او د امریکا په اتحادیانو او همدا شان روس او اوکراین باندې غږ وکړ چې ډزبندي دې وکړي او دا دې یقیني کړي چې هغه پټوجېنونه (Pathogens) شایع نشي.
رېپبلېکن سنېټر مېټ رامني یې په غبرګون کې، د هغې مذمت وکړ او ورباندې یې تور ولګولو چې ګني "دروغ روسي پروپګېنډه د طوطا په شان تکراروي".
سنېټر رامني پخپل سوشل مېډیا پوسټ کې زیاته کړه: "د هغې غدارانه دروغ، ممکن د کسانو د ژوند په قیمت تمام شي."
څو ورځې وړاندې، د امریکا د استخباراتو جګپوړو چارواکو قانونسازانو ته وویل چې د روس په هدایت داسې د اثر غورځولو عملیات جاري و چې غوښتل یې خلکو ته دا باور ورکړي چې ګني کیېف د بیالوجیکي وسلو جوړولو کوشش کولو. د امریکا دغو استخباراتي چارواکو زیاته کړه چې دوی د دغه پروپګنډي عملیاتو مقابلې کړې دي.
تولسي ګبارډ په ۲۰۱۷ کال کې شام ته سفر وکړ او د صدر بشار الاسد سره یې چې په جنګي جرمونو تورن دی، وکتل. د هغې په دې سفر او ملاقات باندې هم تنقیدونه وشول. هغې د خپل دغې دورې دفاع وکړه او ویې ویل چې که "تاسو د امن راوستو سنجیده اراده لرئ"، نو د دښمنانو سره ملاقات کول ضروري ده.
د وېرجېنیا نماینده ابيګېل سپانبرګر چې د ډېموکرېټ ګوند سره تعلق لري او پخوا د سائبرسېکیوريټي او د بنیادي ډهانچو د امنیت ادارې یوه کېس آفیسره وه، د شورو/چهارشنبې ناوخته په اېکس پلېټفارم ولیکل چې هغه د تولسي ګبارډ په نومل کېدو، "خوف زده" شوې ده.