د پاکستان د بلوچستان صوبې د خضدار ضلعې په وډ تحصیل کې وسله وال برید کې د یو قبایلي مشر په ګډون لږ تر لږہ څلور تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
د ځایي چارواکو په وینا، دا پېښه تېر ماسخوتن ناوخته شوې دہ.
د ځایي مطبوعاتي رپوټونو ترمخه د مھرالله محمد حسني په نوم بلوڅ قبایلي مشر د کوټې څخه کراچۍ ته تلونکې غټه لار (سړک) باندې روان وو، د وډ په کراړو نومې علاقه کې پرې د مختلفو اړخونو نه ډزې شوي، قبایلي مشر پکې سرہ د درېو کسانو وژل شوی دی.
د خضدار مرستیال کمشنر یاسر اقبال دشتي د پېښې په اړہ ویلي، محمد حسني د کوټې نه حب ته روان وو، په لارہ کې پرې برید شوی او سرہ د کسانو وژل شوی دی.
نوموړي د پېښې د علت په اړه څه دي ویلي، خو ځینې رپوټونه وایي په ھغه یې مخالفه ډلې برید کړی دی.
مرستیال کمشنر ویلي، د پېښې د ځای څخه یې مړي او ژوبل روغتون ته منتقل کړي، د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي.
ھغه ویلي، علاقه په ګېرہ کې اخستل شوې او د برید کوونکو لټون پیل کړل شوی دی.
ویل شوي، د پېښې وروسته په علاقه کې درنې ډزې شوي او تر ډېر وخته پورې د کوټې کراچۍ غټه لارہ بندہ کړل شوې وہ.
د پاکستان د بدامنۍ مخ سرہ مخ صوبه بلوچستان کې د اوږدې مودې راھسې ناامني دوام لري.
بلوچستان کې زیاترہ په امنیتي ځواکونو وسله وال بریدونه او چاودنې کيږي، بلوڅ بېلتون خوښې وسله والې یې اکثرہ زمه وارۍ مني.
او پوځ ھم بیا وخت په وخت د وسله والو سرہ نښتو او د ھغو د وژلو دعوې کوي.
خو په صوبه وخت نا وخت قبایلي شخړې ھم جوړيږي، او مرګ ژوبلې پکې اوړي.
د پاکستان مرکزي او بلوچستان صوبایي حکومت تل ژمنې کړي، چې صوبه کې به ہورہ امن په ځای کولی شی.