پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، اسلام اباد کې د احتجاج دپاره یې د ګوند قافلې روانې دي او د خېبرپښتونخوا څخه تلونکې قافلې په موټر وی د برهان انټرچېنج ته رسېدلي دي، اسلام اباد او نورو ښارونو کې د تحریک انصاف د احتجاج له امله لاړې تړلې پرتې دي، خلک وايي د مشکلاتو سره مخ دي.
حکومتي وزيران وايي، پي ټي آی د ملک د پرمختګ سفر سبوتاژ کول غواړي، د پي ټي آی د باني عمران خان د خوشي کېدو لاره عدالتونه دي.
د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، د بهرنيو مېلمنو ملک ته د راتګ په موقع به هیڅ ډول ګډوډی قبول نه کړل شي، ګډوډی جوړونکي به نيول کيږي.
د پي ټي آی د احتجاج په مهال اسلام اباد کې د موبايل فون او انټرنېټ خدمات تړل شوي او تعليمي ادارې هم بندې کړل شوي دي.
د پاکستان د ځايي رسنيو ترمخه، د پي ټي آی د احتجاج په وخت پنجاب او خېبرپښتونخوا کې اسلام اباد پله تلونکې غټه لاره، موټروی په درېمه ورځ هم بند پروت دی.
خلک وايي، د لارو د بنديز له وجې د سختو مشکلاتو سره مخ دي، خلک په پيادل تلو مجبوره دي او ناروغان هم روغتونونو ته نه شي بوتللی.
پاکستان تحریک انصاف ګوند ويلي، د خېبرپښتونخوا قافلې په موټر وی برهان انټرچېنج ته رسېدلي، د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي د قافلو مشري کوي.
پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک باندې د احتجاج اعلان کړی وو، خو پرون اسلام اباد ته نه دي رسېدلي.
تحریک انصاف ګوند وايي، د موټروی او نورو لارو د بنديز له امله یې قافلې په لارو کې د خنډانو سره مخ شوي، ځکه یې تېره شپه په موټر وی تېره کړې ده.
تحریک انصاف ګوند وايي، درې مهمې غوښتنې لري، یوه غوښتنه د عمران خان په شمول د دغه ګوند د ټولو بندي مشرانو خوشي کول، دویمه د 26م اییني بدلون د ختمولو او درېمه په انتخاباتو کې د شوو درغلیو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړول.
د پي ټي آی د احتجاج له امله د اسلام اباد نزدې ټولې لارې تړل شوي، په ټولو لارو کنټېنرې اېښودل شوي، د کورنيو چارو وزارت ویلي، د پوليس او رېنجرز اهلکار ځای په ځای کړل شوي دي.
د مطبوعاتو رپوټونو ترمخه، پرون د اسلام اباد او پېنډۍ پوليسو فېض اباد او نورو ځايونو کې د پي ټي آی غړي په شا تمبولي، او ويل شوي، په اسلام اباد او لاهور کې یې ځینې غړي نيول شوي هم دي.
پي ټي آی وايي، نن به اسلام اباد ته رسي او احتجاج به کوي.
د پي ټي آي د احتجاج په مهال د ملک بیلابیلو برخو کې د موبایل فون او انټرنیټ خدمات هم تړل شوي، او ويل شوي، اسلام اباد کې هاسټلونه د طالبعلمانو څخه خالي کړل شوي دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د سړکونو او لارو په بندولو او د هاسټلونو په تړلو اندېښنه ښکاره کړې ده او دا یې د بشري حقونو څخه سرغړونه بللې ده.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند د خالي، شنبې په ورځ ويلي، چې یوازې په هغو سیمو کې به موبایل او انټرنیټ تړل کیږي چې د امنیت اندېښنې پکې موجودي دي.
ویاند ویلي وو د ملک نورو برخو کې به موبایل اؤ انټرنیټ د نورکله پشان فعاله وي.