پښتانه ملت پال مشران: د پښتنو قتل عام روان دی، بدنامه کړل شو او ترهګر وړاندې کيږي

پښتانه ملت پاله ګوندونه وايي، په پښتنه خاوره د وژنو او ناامنۍ نوې لړۍ پيل شوې، د پښتنو په خاوره د ترهګرۍ او ځينو سيمو کې د فرقو په نوم د وينې تويولو لوبه روانه ده. پښتونخوا کې د يو منظمه سازش لاندې ترهګري کيږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سيوري لاندې ږوب کې په 24م او 25م نومبر دوه ورځنۍ جرګه شوې ده.

محمود خان اڅکزي د جرګې غونډې ته په وينا کې ويلي، په ټول پښتون وطن کې د وژنو نوې لړۍ پيل کړل شوې، په نور پښتون وطن کې د ترهګرۍ او کورمه کې د فرقه واریت په نوم وينې تويولی شي.

هغه ويلي، د پښتنو قتل عام روان دی، دوی بدنامه کړل شو او د ترهګرو په توګه وړاندې کول کيږي.

نوموړي ويلي، په سياسي توګه خپلواکه قومونو دپاره د هغوی وسايل د هغو د ابادۍ او خوشالۍ سبب ګرځي، خو د پښتنو او نورو سياسي کمزورو قومونو دپاره د هغوی قيمتي مسايل عذاب جوړ شوی دی.

اڅکزي ویلي، پوځي عملياتو نه په تېرو وختونو کې کومې مثبتې نتيجې ورکړي او نه یې په راتلونکې کې کوم امکانات ښکاري، ځکه د سياسي مسلو حل پوځي عمليات نه بلکې، سياسي مذاکرات او اييني سرلوړي ده.

پرون په 25م نومبر عوامي نېشنل ګوند په کورمه کې روانه بدامنۍ او صوبه کې ترهګرۍ د پېښو ضد توره ورځ نمانځلې ده.

د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر میا افتخار حسېن ويلي، پښتونخوا کې د يو منظمه سازش لاندې ترهګري کيږي، د روانې ترهګرۍ په شا نړيوال قوتونه او د هغوی سهولت کار دي.

هغه ويلي، په پاړاچنار کې د شخړې په فرقه ييزه فساداتو د بدلولو هڅې کيږي. نوموړي دعوه کړې، د دغه منصوبې لاندې د پاړاچنار څخه خلک بې ځايه کول او هلته قبضه کولی شي.

نوموړي په پاړاچنار کې د هر ډول پېښو غندنه کړې، په رياست او د خېبرپښتونخوا په حکومت یې نيوکې کړي چې خاموشه تماشيان جوړ شوي دي.

د پښتنو ملت پاله ګوندونو مشرانو دغه څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په وروستۍ کې د ناامنۍ پېښې نورې سېوا شوي او د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا کورمې ضلعې کې په غټه کچه د وژنو پېښې شوي دي.

د 19م نومبر راهسې په کورمه کې په بيلابيلو وسله والو بريدونو او نښتو کې خواوشا د 80 څخه زیات کسان وژل شوي دي، په کورمه کې د تيرو څو مياشتو راهسې د ناامنۍ پېښې روانې دي، اکثره د ځمکو په سر نښتې پيل شي او هغه بيا د سني او شيعه په فرقه ييزه بڼو بدلې شي.

د اتوار، يکشنې 24م نومبر په ماښام ناوخته د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند دعوه کړې وه چې د حکومت او ځايي خلکو سنيانو او شيعه و سره بيلې بيلې جرګې شوې، او په جرګو کې د اووه ورځو جنګ بندۍ ويل شوي وو. خو پرون ځايي خلکو ويلي، د جنګ بندۍ باوجود نښتې شوي دي.

حکومت دعوې کوي، د امنیت په ځای کولو دپاره پوره هڅې کولی شي.