چین درې امریکایان خوشې کړې دي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په یوه بیان کې ویلي: "مونږ د عوامي جمهوریه چین حراست نه د مارک سوېډن، کای لي او جان لېونګ د خوشې کېدو په اعلان کولو خوشحاله یو." (فایل فوټو)

وایټ هاوس یا سپینې ماڼۍ د شورو ، چهارشنبې په ورځ ویلي چې په چین کې د کلونو راهیسې په حراست کې درې امریکایان خوشې شوي او هغوي به بیرته امریکا ته راستانه شي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند په یوه بیان کې ویلي: "مونږ د عوامي جمهوریه چین حراست نه د مارک سوېډن، کای لي او جان لېونګ د خوشې کېدو په اعلان کولو خوشحاله یو."

دا د صدر جو بایډن سفارتي بریا ده د چا د صدارت مېعاد به په جنوري کې سر ته رسي.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند زیاته کړه چې د دغو کسانو په خوشې کېدو سره، "ټول امریکایان چې په غلطه توګه په چین کې نیول شوي وو" بیرته راستانه شوي دي.

د امریکا حکومت ویلي وو چې دغه درې واړه کسان په غلط توګه حراست کې وو.

سوېډن د منشیاتو تورونو له وجې د مرګ له سزا سره مخ وو، او په کای لي او جان لېونګ د جاسوسۍ په تورونو قید کې وو.

د ملي امنیت شورا ویاند وویل، "ډېر زر به دوی بیرته راستانه شی او د ډیرو کلونو وروسته به په اول ځل دپاره د خپلو کورنیو سره یو ځای شي."

د امریکایي چارواکو په وینا صدر بایډن او د هغه همکارانو څو ځله بیجینګ سره د دریو امریکایانو مسله راپورته کړې ده. د دې میاشتې په پیل کې په پیرو کې د اېشیا پېسیفیک اقتصادي همکارۍ کلنۍ غونډې په څنډه کې په خپله وروستۍ ملاقات کې بایډن د چین صدر شي جین پینګ سره په خپلو خبرو اترو کې د هغوي د خوشې کېدو باندې ټینګار کړی و.

بایډن د خپل صدارت په موده کې په ټوله نړۍ کې د 70 نه ډیر امریکایان چې په بلاجواز توګه په حراست کې وو خوشې کړي او امریکا ته یې راوستلي دي. د بشري حقونو تنظیمونه وايي چې تر اوسه د 40 نه ډیر کسان په د یو درجن نه زیات هېوادونو کې یرغمل دي او یا په غلط توګه بندیان دي.