ملګري ملتونه ویلي په افغانستان کې خبریالان د طالبانو د واک لاندې سنسرشپ او سختو محدودیتونو په چاپیریال کې په کارکولو مجبور دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د نهې، سه شنبې په ورځ نومبر 26مه "په افغانستان کې د رسنیو ازادي" تر سرلیک لاندې خپور شوي رپورټ کې د خبریالانو د خپلسرو نیولو، وهلو ټکولو، ناوړه چلند او ګواښونو په ګډون د سلګونو قضیو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د دغه رپورټ له مخې، یوناما د 2021 کال د اګست له 15مې څخه چې طالبان په افغانستان بیا واکمن شول د روان کال د سپتمبر تر30مې نېټې پورې، په خپلسره توګه د خبریالانو د نیولو 256 پیښې، تشدد او ناوړه چال چلند 130 پیښې او د ګواښ یا ډارولو 75 کیسونه ریکارډ یا ثبت کړی دي.
د یوناما رپورټ زیاتوي چې اوس مهال خبریالان، په ځانګړي ډول د رسنیو ښځینه کارکوونکې له سختو محدودیتونو او توپیرې چال چلند سره مخ دي، چې د هغوی پر مسلکي وړتیا یې ناوړه اغېز کړی دی.
په رپورټ کې دا هم ویل شوي چې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي اوس مهال د سنسرشپ او معلوماتو ته د لاسرسي تر سختو محدودیتونو لاندې خپلې وظیغې ترسره کوي.
د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ تنظیم مشرې فرشته همت په وینا، دغه رپورټ کې د2021 کال راهیسې د خبریالانو "خپلسره نیول، تشدد او تاوتریخوالي" کیسونه یا قضیې ثبت شوې دي.
فرشته همت وي او ای ته وویل: "دوی د سنسرشپ او بندیزونو تر سخت فشار لاندې کار کوي."
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په رپورټ کې ورکول شوې شمیرې "مبالغه" دي او دا چې خبریالان یوازې د قانون خلاف ورزیو په تور نیول شوي.
رویټرز ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د حکومت د بدنامولو، ناسمو یا بې اساسه رپورټونو او د نظام پر ضد رسنیو ته د موادو برابرولو په شمول جرمونه یاد کړل.
د یوناما په رپورټ کې ویل شوي چې په افغانستان کې خبریالان او د ميډیا کارکونکي اکثرا "د غیر واضحه قوانینو سره مخ وي چې دوی څه رپورټ کولی شي او څه نشي کولی." او د دې له وجې دوی د طالبانو خپلسره حراست د زیات خطر سره مخ کیږي.
وي او ای سره په خبرو کې څېړونکو وویل دغه رپورټ په افغانستان کې په میډیا دباو ښکاره کوي چې د طالبانو د حکومت یا رژیم نخښه ده.
د بې پولې خبریالانو تنظیم (آر ایس ایف) د جنوبي اېشیا مشرې سېلیا مرسییر وي او ای ته په یوه ایمیل کې ویلي: " د زیاتو نیولو مقصد په میډیا کې ویره راپارول او د خپل خوا نه سنسرشپ ته هڅول دي."
د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا ویلي: "ازادې رسنۍ د هر هېواد لپاره یوازې یو انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. خبریالان او د رسنیو کارکوونکي چې په سختو شرایطو کې فعالیت کوي، ډېر ځله له ناڅرګندو قواعدو سره مخامخ کیږي، چې پرېکړه وکړي د څه په اړه راپور ورکړي یا نه ورکړي."
د یوناما مشرې له طالبانو غوښتي چې د خبریالانو او رسینو کارکوونکو خوندیتوب او امنیت ډاډمن کړي او په رسنیزو چارو کې د ښځو او نجونو د بشپړ ګډون اهمیت په رسمیت وپېژني.
په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو مرکز د نومبر په 21مه د ټیلي ویژن د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې پر ټیلي ویژنونو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي او په تېر کال کې لږ تر لږه 12 ټیلي ویژنونه یا د طالبانو په مستقیم امر او یا ددې ډلې د محدودیتونو له امله تړل شوې دي.
دغه تنظیم چې د افغانستان له رسنیو او خبریالانو دفاع کوي وايي، په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو لږ تر لږه 21 فرمانونه یا لارښوونې صادرې کړي چې د رسنیو له قانون سره چې دغې ډلې یې د پلي کېدو ژمنه کړې ده، سمون نلري. له دې جملې څخه، اووه فرمانونه یا لارښوونې یې د بصري رسنیو د ازادۍ محدودول دي.
طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
د افغان خبریالانو مرکز ویلي چې: "په ملي ټیلي ویژن کې د ښځو له کار کولو منع کول، په ټیلي ویژن پروګرامونو کې د ښځو له راښکاره کېدو او د فلمونو او سریالونو پر خپرېدو بندیز لګول او پر ښځینه خبریالانو د ماسک اغوستلو جبري کول، د فلم جوړولو او ویډیویي مرکو منع کول – چې په رسمي ډول په څلورو ولایتونو کې پلي شوی دی – په افغانستان کې د نړیوالو ټیلي ویژني خپرونو د خپریدو منع کول، په ژوندۍ بڼه د ټیلي ویژني مرکو (بحثونو) د خپرېدو منع کول، د هغو کارپوهانو د بلنې منع کول چې د طالبانو له لوري نه دي تایید شوي هغه کړنلارې دي چې په ټیلي ویژنونو متمرکزې دي."
یادونه: د خبر ځینې معلومات د وي او اې اشنا نه اخیستل شوي دي