د امریکا منتخب صدر ډانالډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې په ورځ د پوځ پخوانی لېفټیننټ جنرل کیت کېلاګ د صدر مرستیال او د یوکرین او روس دپاره د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی.
جنرل کیت کېلاګ د ډانلډ ټرمپ د صدارت په لومړۍ موده کې د قامي امنیت شورا چیف اف سټاف او د پخواني نایب صدر مایک پینس د ملي امنیت سلاکار و.
ټرمپ د کیت کېلاګ د استازي په توګه د نومولو په وخت په یوه بیان کې وویل: "مونږ به په ګډه د طاقت په ذریعه امن ترلاسه کوو، او امریکا او نړۍ به یو ځل بیا محفوظه جوړو."
کېلاګ د جولای په میاشت کې د وي او ای یوکرین څانګې سره په یوکرین کې جګړه ختمولو په اړه د خپل نظر شریک کړی و چې په یو کتاب کې د برخې توګه هم شائع شوی دی. په هغه وخت کېلاګ ویلي وو چې هغه ټرمپ ته دا پلان نه دی وړاندې کړی، او نه یې هغه رسمي سلاکار دی، خو هغه وویل چې په دا پلان د غور کولو یو اپشن یا انتخاب کیدی شي.
کیت کېلاګ هغه وخت تجویز ورکړی وو چې امریکا دې " د جنګ بندۍ او یوکرین کې شخړی د خبرو اترو د حل لپاره " رسمي پالیسي پیل کړي.
کېلاګ د جولای په میاشت کې وي او ای ته وویل: "د وخت په تیریدو سره ټولې شخړې په یو ډول د خبرو اترو سره حتمول کیږي. نو تاسو غواړئ چې د خبره یقیني کړی چې د یوکرین خلک د کمزوري پوزیشن نه بلکې د مضبوط پوزیشن سره راشي. نو پوښتنه دا ده چې دا به څنګه ترسره شي؟ څنګه په سم اجزا په خپلو ځایونو کې واچول شي. "