اسلام اباد: د خبريال مطيع الله جان زوی وايي پلار یې نامالومه کسانو اوچت کړی

د پاکستاني خبریال مطيع الله جان زوی ويلي، پلار یې پرون د اسلام اباد د پمز روغتون د مخې څخه نامالومه کسانو اوچت کړی دی. جان د پاکستان یاد خبریال ، د ټي وي چېنل د پروګرام کوربه دی او په اسلام اباد کې یې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د احتجاج کورېج کولو.

د مطيع الله جان زوي عبدالرزاق د پلار د اېکس اکاونټ څخه ويډيو پيغام کې ويلي، پلار یې پرون د بل جرنلسټ ثاقب بشير سره يو ځای د پمز روغتون د مخې څخه نامالومه کسانو اوچت کړی دی ځکه چې جمهوريه پاکستان ته دی، چاته د ویلو ضرورت نشته.

هغه دعوه کړې، "پينځه دقيقې وروسته دوی ودرول شوي، بشير یې پرېښودی چې ستا مسله نه ده هغه يې پرېښودی او ويلي يې دي چې د مطيع الله جان مسله ده".

عبدالرزاق ويلي، "د پلار مسله یې رپوټنګ دی خلکو ته خبرونه ورکوي، نامالومه کسانو د پاکستان اصل وراثانو هغه اوچت کړی دی، کم از کم سي آی اې هم په خپل ملک کې داسې کار نه کوي".

د مطيع الله د نيولو يا اوچتولو په اړه تراوسه پورې د اسلام اباد پوليس يا بلې کومې حکومتي ادارې څه نه دي ویلي.

مطیع الله جان په اسلام اباد کې د حکومتي مشرانو، د واکمنو او مخالفو ګوندونو او چارواکو نه د سختو پوښتنو لپاره یوه پېژندلې څېره ده.

ښاغلی جان د پاکستان په لویو عدالتونو کې د قانوني جګړو او مقدمو په اړه د رپوټونو ورکولو یو ماهر خبریال ګڼل کېږي. هغه په سوشل مېډیا د خپل موبایل فون د لارې وېډیو جوړولو او ورسره ورسره د خبر اخستلو لپاره د عدالتونو په ودانیو کې لیدل کېږي.

ښاغلی جان د پخواني وزیر اعظم عمران خان په حکومت کې هم تښتول شوی وو خو د خبریالانو د اتحادیو د فشار وروسته نوموړی بېرته خپلې کورنۍ ته ورکړل شو.

پاکستان کې د بشري حقونو ډلې او په خېبر پښتونخوا، او بلوچستان کې مخالف او ملتپاله ګوندونه د فعالینو او خبریالانو د بېدرکۍ تورونه په امنیتي او استخباراتي ادارو پورې کوي.

یادې ادارې د خلکو په زور د بېدرکۍ تورونه ردوي خو مخالفین د فعالینو او مخه وریزو خلکو په بېدرکۍ کې د ځینو ادارو د ممکنه ککړتیا په اړه حکومتي چارواکو انکار یا رد باندې باور نه کوي.

د مطيع الله جان په اېکس اکاونټ په تيرو څو ورځو کې د پاکستان تحريک انصاف ګوند اسلام اباد کې د احتجاج خبرونه ورکړل شوي دي.