د خېبرپښتونخوا په مردان ښار کې بل نرښځی نامالومه وسله والو په ډزو وژلی دی. تېره میاشت هم په مردان کې دوه نرښځيان وژل شوي وو.
تازه پېښه تېر ماسخوتن د مردان د پارهوتي تاڼې په علاقه کې شوې ده.
د وژل شوي نرښځي د ورور په مدعيت کې درج کړل شوې مقدمه کې ویل شوي، سلمان عرف انجم چې عمر یې 35 کاله وو، مردان کې په انعام پلازه کې په خپل ځای کې وو، د شپې پرې نامالومه کسان راغلي، ډزې یې پې کړي او وژلی یې دی.
خېبرپښتونخوا کې وخت په وخت د نرښځيانو د وژنو پېښې کیږي.
تېره میاشت په مردان کې د دوه نرښځيانو د وژنې د پېښې وروسته خېبرپښتونخوا کې د نرښځيانو د اتحادیې مشرې فرزانه ويلي وو، ټول ملک او ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا کې نرښځیانو ته تحفظ نشته.
وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغې ويلي وو، دوی دا پوښتنه کوي چې پرون مازيګر په مردان کې په داسې ځای کې نرښځيان وژل شوي، چې يو اړخ ته پوځ پروت دی بل اړخ ته پوليس او د کمشنر دفتر هم دی، څنګه داسې درې کسان راغله او نرښځيان يې ووژل.
د فرزانې په خبره، د نرښځيانو د وژنو يا په هغو د تشدد پېښو کې پوليس کمزورې مادې ولګوي، تورن کسان که ونيول شي هم، نو هغوی د سزا نه بچ شي، او بيا په نرښځيانو حملې کوي.
خو پوليس د نرښځيانو د قضيو په اړه تور لګوي چې نرښځيان د پېښو مقدمې درج کړي خو بيا په تفتيشي عمل کې نه شامليږي.
د فرزانې په خبره، په روان کال کې په خېبر پښتونخوا کې د نهو پورې نرښځيان ووژل شو، هغې ويلي وو، د کال 2015م نه خېبرپښتونخوا کې د 145 نه زيات نرښځيان وژل شوي دي.