لکي مروت :په پولیس تاڼه برید کې یو عسکر وژل شوی

File Photo

د خېبر پښتونخوا په لکي مروت ضلعه کې نامعلومه وسله والو د پولیسو په یوه تاڼه برید کړی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

د سیمې څخه امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه د خالي یا شنبې په ورځ رامنځته شوې اؤ وایي دغلته وسله والو د دره پيزو په تاڼه ناتاره ډزې کړې دي.

ځايي پولیس ددې پېښې پخلی کوي اؤ وایي د وسله والو په ډزو کې د کرامت الله په نوم یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

پولیس چارواکو ویلي چې د برید په مهال پولیسو هم د وسله والو برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ ځوابي ډزې یې پرې کړي چې ددغه ډزو په نتیجه کې برید ګر پشا شوي دي.

ددې برید ذمه واري په سمدستي توګه چا پغاړه نه ده اخستې .

هم پرون په لکي مروت کې د نامعلومو وسله والو په ډزو د پولیسو یو افسر یا سب انسپکټر عبدالقدیر مروت، د هغه زوي اؤ پلار وژل شوي وؤ.

‎د پوليسو په وينا، عبدالقدير مروت د پنجاب فيصل‌آباد سیمه کې د پولیس په محکمه کې د سب انسپکټر په توګه دنده ترسره کوله او په رخصتۍ کلي ته راغلی و.

‎د دغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې وه.

د تېرو څو میاشتو راهسې د خېبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې چې پکې په لسګونو د پوځ ،پولیسو اؤ ایف سي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ اؤ د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیس هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو په اساس ترسره کېدونکو عملیاتو کې وسله والو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.