د ډزبندۍ د ټولو حکومتي هڅو باوجود د خېبر پښتونخوا ناکراره قبایلي ضلعه کورمه کې د فرقه ییزه نښتو لړۍ همغسې دوامداره ده اؤ په تازه نښتو کې نور شپږ کسان وژل شوي.
د وزیر اعلا علي امین ګنډا پور لخوا کورمه کې د امن له ټینګښت لپاره کوهاټ کې د تېرې ورځې له جرګې وروسته نن د اتوار په ورځ د صوبې ګورنر فیصل کریم کنډي هم د صوبې د سیاسي مشرانو د یوې سترې جرګې په مشرۍ کوهاټ ته رسېدلی دی.
مطبوعاتي رپورټونه ښیي چې په کورمه کې د تېرو 11 ورځو راهسې په روانو نښتو کې 130 کسان وژل شوي اؤ 186 نور ژوبل شوي دي.
د خالي په ورځ د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور کورمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره راجوړې شوې یوه جرګه کې انتظامیې ته امر کړی ؤ چې په سیمه کې د وسله والو خواؤ مورچې باید ونړوي اؤ وسلې ترې پخپله ولکه کې واخلي .
نن د اتوار یا یکشنبې په سهار د پښتونخوا صوبې ګورنر هم د بیلابیلو سیاسي ګوندونو د مشرانو یوه جرګه د ځان سره کوهاټ ته بوتللې ده تر څو هلته د سیمې اؤ انتظامیې د مشرانو سره کورمه کې د اوربند اؤ د ټینګښت په لارو چارو خبرې وکړي.
د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې د ګورنر سره په دې جرګه کې مرکز کې د واکمن ګوند مسلم لیګ( ن ) په استازیتوب صوبایي صدر امیر مقام ، دعوامي نیشنل ګوند صوبایي صدر میا افتخار حسین ، د قامي وطن ګوند صوبایي مشر سکندر خان شېرپاو، د جمعیت علماء اسلام، جماعت اسلامي، شیعه علما کونسل، ملي جمهوري غورځنګ ګوند، جمعیت علماء اسلام (س) اؤ مسلم لیګ (ق) استازي ملګري دي.
ټاکل شوې ده چې د ګورنر په مشرۍ دا جرګه به کوهاټ کې د کورمې د مشرانو اؤ ځایي انتظامیه د چارواکو سره غونډه کوي اؤ هغوي سره د سمدستي اوربند اؤ د امنیت په لارو چارو خبرې اترې کوي.
تر دې وړاندې هم د صوبایي حکومت ویاند بېرسټر سیف اؤ د کورمې ډپټي کمشنر اعلانونه کړي وؤ چې سیمه کې یې د وسله والو ډلو تر منځ تيږه اېښودې اؤ په اوربند بریالي شوي خو د دغو سرکاري اعلانونو باوجود په کورمه کې د شیعه اؤ سني ډلو تر منځ نښتې دوامداره دي.
د سیمې نه رارسیدلي اطلاعات وایي چې په تازه نښتو کې نور شپږ کسان وژل شوي اؤ اته ژوبل شوي دي.
دا نښتې وروسته له هغې شوي چې پرون د صوبې وزیراعلا علي امین ګنډا پور د کورمې د مشرانو اؤ د انتظامي چارواکو سره جرګه وکړه اؤ هغوي ته یې د سمدستي اوربند لپاره د ګامونو پورته کولو امر وکړو.
د وزیراعلا د ویاند له مخې جرګې ته پخپله وینا کې وزیراعلا ګنډا پور ویلي دي چې حکومت یې سیمه کې د امن د ټینګښت لپاره تر هره حده تګ ته تیار دی.
په کورمه کې د روانو فرقه ییزه نښتو نه وروسته د صوبې په حکومت مطبوعاتو اؤ ټولنیزو رسنیو کې سختې نیوکې روانې دي چې کورمه کې د ولس په توهیدونکو وینو یې ځان ناجاڼه کړی اؤ ټول پام یې د خپل ګوند د مشر عمران خان راخلاصولو لپاره احتجاجونو ته ورکړی دی.
د وزیراعلا ویاند ویلي چې وزیر اعلا چارواکو ته لارښونه کړې چې د امن د ټینګښت لپاره باید انتظامیه اؤ پولیس په سیمه کې په جګړه د بوختو خواؤ مورچې ونړوي اؤ د سیمې نه د بې کوره شوؤ خلکو پځای کولو لپاره دې ګامونه واخلي.
وزیراعلا لارښونه کړې چې په سمدستي توګه دې له فریقینو وسلې په ولکه کې واخستی اؤ د امن تر بحالۍ پورې دې دا وسلې انتظامیه د ځان سره د امانت په توګه وساتي.
همدا شان وزیراعلا ویلي چې کورمه کې کوم خلک د سوشل ميډیا له لارې د انتشار جوړولو هڅې کوي هغوي دې ګرفتار اؤ په ضد دې یې مقدمې درج کړل شي.
هغه ویلي د ولس له مرستې پرته په سیمه کې امن نه شي ټینګیدای اؤ باید په حکومت د ولس اعتماد پرځای کړل شي.
هغه په جګړه په بوختو خواؤ هم غږ کړی چې په سمدستي توګه باید اور وکړي اؤ د سولې په مخکینو تړونونو دې عمل وکړي.
په 21 م نومبر کورمه کې د مسافرو په ګاډو د وسله والو ډزو کې د 52 کسانو له وژل کېدو وروسته سیمه کې د شیعه ګانو او د سنيانو تر منځ فرقه ییزه نښتې پیل شوي چې تر دې مهاله پکې په لسګونو کسان وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.
د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزئ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل کړی ؤ او په کې يې 35ؤ پورې کسان وژلي او د 100نه زيات یې ژوبل کړي وو.
د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.
د سیمې نه د خلکو بې کوره کېدل
د بګن اوسېدونکي وايي د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمو څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډه کړې ده.
د ځايي انتظاميې چارواکو د کډه شوؤ خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو د کوزې کورمې اوسېدونکي وايي خلکو خپل کورونه پرېښودي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.
د راپورونو له مخې، تازه جګړې د جالمې، چادریوال او تالو کنج سیمو ترمنځ شوې دي.
پاکستاني مطبوعات د پولیسو له خولې وایي چې د کوزې اؤ بره کورمې په مختلفو سیمو کې د وقفې وقفې ډزې روانې دي اؤ په جګړه بوختو ډلو د یرغمل شویو کسانو او مړو تبادله هم کړې ده.