بايډن خپل زوی بخښلی باوجود د دې چې وړاندې یې د داسې نه کولو ويلي وو

د امریکې صدر جوبايډن د اتوار، يکشنبې په شپه خپل زوی هنټر بایډن بخښلی، د مرکزي يا فډرالي جرمونو د ټوپک او مالیې د ممکنه بند له سزا څخه یې ژغورلی دی.

نوموړي وړاندې ژمنه کړې وه چې د صدر په حېث ځانګړی واک به د خپلې کورنۍ د غړو د ګټې دپاره ونه کاروي، اوسنۍ پرېکړې یې پخواني فيصله بدله کړې ده.

د ډېموکرېټګ ګوند صدر بايډن وړاندې ویلي وو چې خپل زوی به ونه بخښي او د ډیلاویر او کلیفورنیا په قضیو کې به د هغه سزا بدله نه کړي.

دا اقدام څواوونۍ مخکې له دې ترسره شو چې هنټر بایډن ته د ټوپک قضیې او د مالیې په تورونو کې د جرم د منلو وروسته سزا واورول شي، او نزدې دوه میاشتې مخکې له دې چې منتخب صدر ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته بيرته واک ته ستون شي.

د صدر بايډن دا پرېکړه ښيې چې د زوی قانوني قضيه یې ختمه شوه، کومه چې صدر بايډن د بريا څخه دوه مياشتې وروسته د 2020م په دسمبر کې په عام ډول ښکاره شوې، او د مرکزي تحقيقاتي ادارې د پلټنو لاندې وه.

د جون په میاشت کې صدر بایډن په ښکاره ویلي وو د خپل زوی سزا به بدله نه کړي، هغه خبریالانو ته ويلي وو، "زه د جیوري پرېکړه منم. زه به پوره کړم او هغه به ونه بخښم."

په وروستیو کې د نومبر په اتمه د ټرمپ د بریا څو ورځې وروسته، د سپینې ماڼۍ ویاندې کېرين جين پیری ويلي وو، د هنټر بایډن لپاره بخښنه یا د رحم خبره ردکړې، او ويلي يې وو، "زمونږ نه څو ځله دا پوښتنه شوې. زمونږ ځواب په خپل هم هغه دی، چې نه."

د اتوار په ماښام خپور شوي بيان کې بايډن ويلي، "نن مې خپل زوی هنټر وبخښلو"، هغه دعوه کړې، د زوي پرضد یې سياسي مقدمه جوړه شوې او انصاف نه دی پوره شوی.

هغه ويلي، "د دې قضیو تورونه وروسته له هغې راپورته شو، کله چې په کانګرس کې زما سیاسي مخالفينو دوی په ما د بريد دپاره وهڅول او زما د انتخاباتو مخالفت یې وکړو. څوک عقلمند تن چې د هنټر د قضیو حقیقتونه وګوري، بلې نتيجې ته نه شي رسېدی، يواځې د دې نه، هغه ځکه په نخښه شوی چې زما زوی دی."

بایډن زیاته کړې، "زه هیله لرم چې امریکایان به د یو پلار او صدر په دې پرېکړه پوهه شي"، هغه ويلي، چې دا پرېکړه یې د اوونۍ په خاتمه وکړه، په داسې حال کې چې هغه د شکرانې رخصتۍ د ماساچوسټس په نانټکیټ کې له هنټر او د هغه له کورنۍ سره تېره کړه.

هنټر بایډن په جون کې د ډیلاویر په مرکزي عدالت کې د درېو جرمونو په تور محکوم شوی، ځکه چې په 2018م کال کې یې د ټوپک د اخستلو په وخت د مرکزي فارمونو ډکولو کې دروغ ویلي وو چې هغه غېرقانوني ډول نشه یي توکي نه کاروي او یا پرې عادت نه دی.

هغه د ستمبر په میاشت کې په کلیفورنیا کې په هغه قضیه کې اوېدنې ته ولاړ وو چې په کې تورن و چې لږ تر لږه 1.4 میلیونه ډالر ټېکس یې نه وه ورکړی. خو هغه د جيوري يا عدالت د ټاکنې نه څو ساعته وړاندې په ناڅاپي ډول د جرمونو د تورونو اعتراف کړی وو.

د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي