طالبان: افغانستان دې د موسمي بدلون په راتلونکو خبرو کې ضرور ګډون ولري

دا د 2021 کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واک بیا نیولو وروسته لومړی ځل دی چې یوه افغان پلاوي د کاپ-29 په کومه غونډه کې ګډون وکړو

د افغانستان د ماحول یا چاپېریال ساتنې یوه چارواکي د اتوار، یکشنبې په ورځ په باکو اذربایجان کې د موسمي بدلون په اړه شوي کاپ - 29 (COP29) سرمشریزه کې د ګډون کولو وروسته ویلي چې افغانستان ته باید اجازت ورکړل شي چې د موسمي بدلون په اړه په راتلونکو نړیوالو خبرو اترو کې ګډون وکړي.

دا لومړی ځل دی چې طالب چارواکو په نړیوال موسمي بدلون په کانفرنس کې ګډون کړی دی.

افغان پلاوي ته د کوربه هېواد اذربایجان د "مېلمنو" په توګه بلنه ورکړل شوې وه، نه چې په خبرو کې د مستقیم یوې پارټې یا اړخ په توګه.

دا د 2021 کال په اګست میاشت کې د طالبانو د واک بیا نیولو وروسته لومړی ځل دی چې یوه افغان پلاوي د کاپ-29 په کومه غونډه کې ګډون وکړو، دوی ته په مصر او متحده عربي اماراتو کې په جوړو شویو دوو پخوانیو کاپ کانفرنسونو (کانفرنس اف د پارټیز) کې د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې .

مطیع الحق خالص چې د چاپيریال د تحفظ دپاره د طالبانو د ادارې مشر دی د اتوار ، یکشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل: "افغانستان باید په راتلونکي کې په دا ډول کانفرنسونو کې ګډون وکړي".

خالص د تیرې میاشتې په خبرو اترو کې د افغانستان ګډون یو "لوی بریالیتوب" وګرځولو.

"مونږ سږ کال په دې کانفرنس کې د دې دپاره ګډون وکړو، چې مونږ د دې مسلو په اړه د خلکو غږ پورته کړو د هغو مسلو په اړه چې مونږ ورسره مخ یو، د خلکو اړتیاوې څه دي، مونږ باید دا شیان د نړۍ سره شریک کړو."

هغه وویل، افغان پلاوي د روس، قطر، اذربایجان او بنګله دېش د پلاو په ګډون د 19 بیلابیلو تنظیمونو او حکومتونو سره لیدل کتل وکړو.

افغانستان د کمو اخراجونو باوجود په هغو هېوادونو کې شامل دی چې د ګلوبل وارمنګ یا نړیوالې تودوخې د خطر سره مخ دي، او د طالبانو حکومت دریځ دی چې د دوی سیاسي یواځیتوب یا انزوا باید د نړیوالو موسمي بدلون په اړه کېدونکو خبرو اترو کې د دوی ګډون مخه نه ونیسي.

افغانستان د لسیزو جګړو وروسته د نړۍ په غریبو هېوادونو کې شامل دی او په ځانګړې توګه د موسمي بدلون د اثراتو سره مخ دی. ساینس پوهانو په وینا د سختې وچکالۍ، پرله پسې سیلابونو، او په زرعي پیداوار کمښت سبب کیږي.

طالبانو چې د 2021 کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی، تراوسه د دغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هېواد او نړیوال تنظیم له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.