د امریکې نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی، د 20م جنورۍ 2025م پورې چې د صدارت څوکۍ سمبالوي، له دغې وړاندې که په غزه کې موجود يرغماليان خوشي نه کړل شو، نو زمه وار به یې د سختو نتيجو سره مخ شي.
ټرمپ د ګل، دوشنبې په ورځ د ټولنيزو رسنيو په وېب پاڼه [ټروت] باندې پوسټ کې ويلي، يرغماليان دې سمدستي خوشي کړل شي.
هغه ويلي، هغوی چا چې هم دغه کسان يرغمال کړي او زمه وار یې دي هغو ته به کلک ځواب ورکړل شي او داسې ځواب به د امریکې په تاريخ کې له دې وړاندې چا نه وي ورکړی.
ټرمپ دا بيان په داسې وخت کې ورکړی چې د اسرايل پوځ د ګل، دوشنبې په ورځ ويلي، په غزه کې يو يرغمال شوی په حملو کې وژل شوی څوک چې امريکايي نژاد وو.
تېر کال په اووم اکتوبر فلسطين کې وسله والې ډلې حماس په اسرايل حمله کړې، 1200 کسان یې وژلي او 250 یې یرغمال کړي وو.
د يادې حملې وروسته اسرایل په غزه جګړه پيل کړې، او په غزه کې د صحت د وزارت ترمخه تراوسه پورې د اسرایل په عملياتو کې د 44زرو څخه زيات کسان وژل شوي دي.
هم تېر کال بيا يو ځل جنګ بندي او يرغماليانو او فلسطينيانو تبادله شوې، خو اوس هم ويل کيږي د حماس سره ځينې يرغمال شوي کسان شته.
ډانلډ ټرمپ ويلي، هر څوک د يرغمال شوو په اړه خبره کوي، چې په تشدد او غېر انساني طريقه يرغمال کړل شوي دي، خو په دې يواځې خبرې شوي عمل پرې نه دی شوی.
هغه زياته کړې، په دې حقيقت به ځان پوهه کوو چې زما د صدارت د څوکۍ سمبالولو پورې که يرغمال شوي کسان خوشي نه شو نو په منځني ختيځ کې، هغه خلک به نتيجې وګوري چا چې دا ظلم کړی دی.
خو نوموړي دا سپيناوی نه دی کړی چې هغه به د صدارتي څوکۍ ترلاسه کولو وروسته کوم ډول اقدامات کوي.
د اسرايل صدر ايزک هرزوګ د ټرمپ د بيان هرکلی کړی او ويلي یې دي، مونږ دعا کوو چې زمونږ خويندې او زامن واپس خپلو کورونو ته راشي.
د اسرايل او حماس ترمنځ د جنګ بندۍ او يرغمال شوو د خوشي کولو دپاره مذاکرات او هڅې شوي خو تراوسه نه دي کامیابې شوي.