د پاکستان حکومت د ګرانۍ کمېدو دعوه کړي خو عام خلک وايي هيڅ نه دي ارزان شوي
Your browser doesn’t support HTML5
د پاکستان د خزانې مرکزي وزارت او د شمارياتو وفاقي ادارې ويلي، په هېواد کې روان مالي کال کې د نومبر په میاشت کې د ګرانۍ کچه 4.9 فيصدو ته راټيټه شوې ده. خو عام خلک په ګرانۍ کې د راغلي کمي په اړه د حکومتي محکمو په شمېرو باور نه کوي. نور حال د ارشد حسېن په رپورټ کې