د جي اېچ کيو حملې قضيه کې په عمران خان او نورو فرد جرم لګول شوی

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد عدالت د جي اېچ کيو حملې کېس کې د پخواني وزیراعظم عمران خان، عمر ايوب او شېخ رشيد سره په نورو فرد جرم لګولی دی.

په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن عمرايوب او پخواني وزير راجه بشارت په ګډون د پي ټي آی ګڼ مشران نيول شوي هم دي.

د اسلام اباد د ترهګرۍ ضد خصوصي عدالت جج امجدعلي شاه پرون په پينځم دسمبر اډياله زندان کې د قضیې اورېدنه کړې ده.

د ترهګرۍ ضد عدالت په عدالت کې موجودو د 100 نه په زياتو ملزمانو فرد جرم لګولی په دوی د بغاوت، ترهګرۍ، اقدام قتل، اړي ګړي او سازشي جرمونو تورونه لګول شوي دي.

د فرد جرم ورورسته عمران خان او نورو ملزمانو د صحت جرم نه انکار کړی دی.

تېر کال په نهمه مې د غبن په قضیه کې د تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان له نيولو وروسته په دغه ورځ او لسمه مې د تحریک ‏‏انصاف ګوند غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې ‏مظاهرې کړې وې.

د مظاهرو په مهال په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور حملې شوې وې ، اورونه لګول شوي وو، ګاډي یې مات کړي او د ‏‏‏ملک په نورو برخو کې هم سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.‏

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د نهمې مې د پېښو مقدمې د تحریک انصاف ګوند د مشرانو او غړو پرضد درج شوې وې.

عمران خان وړاندې ويلي چې نهمه مې د دوی پرضد سازش شوی وو.

د فرد جرم لګول کېدو وروسته په قامي اسمبلۍ کې د اپوزيشن ليډر عمر ايوب نيول شوی او پخوانی د قانون وزير راجه بشارت هم د جېل څخه وتلو په وخت نيول شوی دی.

عدالت د قضیې اورېدنه د لسم دسمبر پورې ځنډولې او د استغاثې نه یې شهادتونه غوښتي دي.

د قضيې د اورېدنې نه وړاندې د پي ټي آی ګڼ مشران اډياله زندان ته رسېدلي، او عدالت د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا علي امين ګنډاپور، شبلي فراز او ګڼو نورو د نيولو حکم کړی وو.

عدالت ويلي وو، د چا چې د نيولو وارنټ جاري شوی او هغوی عدالت ته وړاندې نه شو، د اشتهاري ګرځولو دپاره به یې قانون په عمل کې راوستلی شي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر ذلفي بخاري ویلي، عمران خان او د ګوند نور مشران یې د سياسي انتقام لاندې په نخښه کولی شي.

هغه ویلي، فرد جرم به چېلنج کولی شي بې د کوم ثبوته فرد جرم لګول شوی، د عدالت څخه تمه لري چې دا به کالعدم کړي.