امریکا په شام کې څه کول غواړي؟

په شام کې د بشارالاسد د حکومت په ختمېدو سره، د امریکا د قامي سلامتۍ سلاکار ویلي چې واشنګټن په شام کې د مداخلې هیڅ اراده نه لري.

خو تر هغه وړاندې، وایټ هاوس پرون ویلي و چې په شام کې د امریکې ترجیحات اوس مهال دا یقیني کول دي چې د هغه ملک شخړه، د داعش ډلې بیا سر راپورته کولو ته لاره هواره نکړي او یا شام ته انساني تباهي رانشي.

وایټ هاوس د خالي/شنبې په ورځ وویل چې د امریکې صدر جو بایډن او ډله یې "په شام کې غېرمعمولې پېښې" څاري او په خطه کې د خپلو شراکتدارانو سره په رابطه کې دی.

د امریکا د قامي سلامتیا سلاکار جېک سولېوان وویل چې نورو سیمو ته د شخړې خورېدل د فکرمندۍ وړ موضوع ده، او په دې کې په خاص ډول د داعش یا دولت اسلامیه ډلې له اړخه اندېښنه موجوده ده.

جېک سولېوان چې په کېليفورنیا کې یو کنفرانس ته خبرې کولې، وویل چې د شام د اوږد مهاله خانه جنګۍ په مخکېنیو مرحلو کې "په بدترین حال کې مونږ وکتل چې داعش ډله په یوناڅاپه منظر ته راښکاره شوه."

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

ښاغلي سولېوان زیاته کړه، اصلي ترجیح دا یقیني کول دي چې "په شام کې د جنګ نتیجه د داعش ډلې بیا سر راپورته کول نه وي. مونږ (امریکا) به له خپل اړخه نېغ په نېغه او د شام ډېموکرېټک ځواک یا کردانو سره په همکارۍ ګامونه اخلو چې د دې شي مخه ونیسو."

د اېسوشیټډ پرس ترمخه، امریکا اوس مهال په شام کې شاوخوا نهه سوه (۹۰۰) عسکر لري، چې په هغو کې ځیني یې د کردي اتحادیانو سره د شام په شمال ختیځ کې کار کوي چې د داعش د بیا پیاوړي کېدو مخه هلته ونیسي.

د امریکا د خاصو عملیاتو د کمانډ مشر جنرل براین فېنټن، اې پي خبري ادارې ته ویلي، هغه نه غواړي دا پېشنګویي وکړي چې د شام روان حالات به په هغه ملک کې د امریکایي ځواکونو په موجودیت څه اغېزه وکړي، ځکه د هغه په وینا، "دې ویلو ته لا اوس ډېر وخت پاته دی."

جېک سولېوان ویلي چې واشنګټن په شام کې د یوې "انساني تباهۍ د مخنیوي په اړه هم متوجه دی، هم د عوامو د تحفظ، د ژوند د بنیادي ضروریاتو او هم د مذهبي او نسلي اقلیتونو د تحفظ له اړخه."

د بشار الاسد د حکومت د ړنګېدو نه وړاندې، د امریکا نوی منتخب صدر ډونالډ ټرمپ د خالي/شنبې په ورځ د فرانس د دورې پر مهال خبرداری ورکړ چې امریکا دې په شام کې مداخلت نه کوي. هغه وویل چې شام کې ګډوډي روانه ده او هغه "زمونږ دوست ندی".