امریکايي چارواکو ويلي، په شام کې به د کردانو ملاتړ کوي

يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي ويلي، په شام کې د بشارالاسد د حکومت د خاتمې وروسته، دا وخت د داعش ضد جګړه کې د واشنګټن د کلک اتحادي دپاره به د امریکې په ملاتړ هیڅ اثر نه پرېوځي.

د شام پايتخت ته د ياغي ځواکونو ننوتلو وروسته چې روسي چارواکو ويلي، بشارالاسد د دمشق څخه مشکو ته تښتېدلی او پناه یې اخستې، له دغې يو ساعت وروسته امریکايي چارواکو ټينګار کړی، په شام کې موجودو خواوشا 900 امريکايي عسکرو د بدلون هيڅ پلان نشته.

چارواکو ويلي په امريکايي عسکرو کې زياتره د شام په شمال کې د کردانو په مشرۍ [سيرين ډېموکرېټک فورسز] يا اېس ډي اېف سره کار کوي.

د امریکې د انتظامیې يو لوړ پوړي چارواکي د اتوار، يکشنبې په ورځ د حساسو معلوماتو په اړه خبرو کې د نوم نه ښکاره کولو په شرط خبريالانو ته ویلي، "د شام په شمال کې د امریکايي ځواکونو په ځای ساتل" يو داسې کار دی چې دوی به یې کوي.

په شام کې د داعش ضد د امریکا حملې

د اتوار په ورځ د امريکې صدر جوبايډن ويلي وو، د واشنګټن داسې کومه اراده نشته، چې په شام کې به د اېس ډي اېف ځواکونه چېلنجونه ته يواځې نه پرېږدي.

صدر ويلي وو، "د داعش پرضد به زمونږ عمليات روان وي، چې پکې د حراستي مرکزنو ساتنه هم شامله ده، چرته چې د داعش جنګيالي بنديان ساتلی شي".

بايډن ويلي وو، "مونږ په دې حقيقت ژور نظر لرو چې داعش د خپل توان د بحالۍ، يو خوندي ځای جوړولو دپاره به د کومې خلا څخه د ګټې اوچتولو هڅه کوي، خو مونږ به یې داسې کولو ته پرې نه ږدو".

د امریکې مرکزي کمانډ ويلي، په شام کې د داعش ضد عملياتو کې د اوږدې فاصلې پورې د جنګي الوتکو او نزدې فضايي مرستو د لارې د 75 څخه زيات اهداف په نخښه کړي دي.

د امریکې د انتظاميې لوړ پوړي چارواکي ويلي، "مونږ د داعش د جنګیالو او مشرانو مهمه غونډه په نخښه کړې ده".

په شام کې د امریکايي پوځ موجودګي ولې ضروري ده؟

امریکايي چارواکي د اتوار په ورځ ويلي، "مونږ ګڼو چې د دغو سيمو د ثبات او داعش د بيا سر راپورته کولو د هڅو چقولو دپاره، هلته د ثبات په ځای کول، د اېس ډي اېف او اړونده ډلو د ملاتړ دپاره به مونږ په ختيځ کې کار کوو، او هلته زمونږ موجودګي مهمه ده".

اېس ډي اېف ځواک

اېس ډي اېف په 2015م کې د کردانو او عرب ملېشې ګډ اتحاد دی، د 30,000 نه تر 40,000 پورې جنګيالي لري، ياد ځواک د شام د پايتخت په غټه علاقه د داعش د خاتمې په لړ کې مهم رول ترسره کړی دی.

ډي اېس اېف په مارچ 2019م کې د داعش په وروستي قوي مرکز باغوز د قبضې اعلان کړی وو. خو په دغه يو کلن عملياتو کې د اېس ډي اېف چارواکو د اندازې ترمخه د 11,000 پورې جنګيالي وژل شوي او د ترهګرې ډلې د پاتې غړو سره جګړه روانه ده.

د داعش د فعاليتونو زياتوالی

د امریکې او ملګرو ملتونو غړو هيوادونو د ورکړل شوو استخباراتي معلوماتو ترمخه، سږ کال په ځانګړي ډول د شام په منځنۍ صحرا کې د داعش په وړو ډلو کې اضافه شوې، او د ترهګرو ډلو غټه لاجسټکي اډه جوړه شوې ده.

د مختلفو اندازو ترمخه، په شام او عراق کې د داعش د جنګیالو شمېره د 2500 څخه زیاته د 5000 پورې شوې ده.

تېر کال د جولايي په میاشت کې د امریکې مرکزي کمانډ خبرداری ورکړی وو، د 2023م په حساب د داعش حملې يو په دوه زياتې شوي دي.

او داعش د اېس ډي اېف د انتظام لاندې نزدې 20 پورې جېلونو کې بندي د خپلو 9,000 پورې جنګیالو د خوشي کولو هڅه کړې ده.

د اېس ډي اېف او ترکي ترمنځ شخړه

د شام په شمال کې د ترک ملاتړو ځواکونو او اېس ډي اېف ترمنځ د نښتو خبرونه مخې ته راځي، امریکايي چارواکو اندېښنه څرګنده کړې، د اېس ډي اېف او ترکي ترمنځ شخړه د نورې بې ثباتۍ او خطرې سبب جوړېدی شي.