کرکټ: جنوبي افريقې لومړي ټي ټوينټي کې پاکستان ته ماتې ورکړې

د پاکستان او جنوبي افريقې کرکټ لوبډلو ترمنځ د درېو ټي ټوينټي، شل اووريزو لوبو په لومړۍ سيالۍ کې کوربه جنوبي افريقې پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

تېره شپه د ترسره شوې لوبې ټاس، پچه جنوبي افريقې ګټلې او لومړی بېټنګ یې کړی وو.

جنوبي افريقې په ټاکلو شلو اوورونو کې په نهه لوبغاړو اوټ کېدو 183 رنزونه جوړ کړي وو.

افريقايي لوبغاړي ډېوډ ميلر په 40 بالونو 82 رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستاني بالرانو کې شاهين شاه اپريدي او ابرار احمد درې درې او عباس اپريدي دوه وکټې اخستې دي.

د 183 رنزونو په هدف کې پاکستانۍ لوبډلې په اتو لوبغاړو سوځېدو په ټاکلو شلو اوورونو کې 172 رنزونه جوړ کړي او ماتې یې خوړلې ده.

پاکستانو لوبغاړو کې کپتان محمد رضوان 74 او صايم ايوب 31 رنزونه جوړ کړي او بل کوم لوبغاړی په ډېرو رنزونو جوړولو کې نه دی کامياب شوی.

د جنوبي افريقې جارج لينډی څلور پاکستاني لوبغاړي اوټ کړي دي.

د جنوبي افريقې په سفر پاکستانۍ لوبډله به درې ټي ټوينټي، درې يو ورځني او دوه ټېسټ لوبې کوي.