زهرا بلوڅ: پاکستان د افغانستان سره د ترهګرۍ د مسلې د حل دپاره تل په خبرو ټينګار کړی

پاکستان د نور کله په څېر بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځايونو او فعاليتونو خبره تکرار کړې او ويلي يې دي، افغانستان کې پټ ترهګر د پاکستان دپاره ګواښ دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون په 12م دسمبر اوونیزه خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو په پټنځايونو تحفظات لري، څوک چې په پاکستان کې ترهګري کوي، او دغه خبره د پاکستان او افغانستان ترمنځ ايجنډې په سر کې ده.

هغې ويلي، "مونږ تل د خبرو د لارې د دغه مسلې په هوارولو ټينګار کړی دی".

بلوڅ زياته کړې، "مونږ د افغانستان نه تمه لرو چې يقيني کړي، چې ترهګرې ډلې به پاکستان ته خطره نه جوړيږي".

په افغانستان کې واکمنو طالبانو لخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د وياندې څرګندونو ته سمدستي کوم ځواب مخې ته نه دی راغلی.

د پاکستان حکومت او پوځ دعوه کوي او تور لګوي، چې د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي.

خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.

د اغلې بلوڅ نه پوښتنه شوې، په وروستيو کې اسلام اباد کې د طالبانو ناظم الامور، سرپرست سفير سره د پاکستان مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار او افغانتسان دپاره ځانګړي استازي محمد صادق خان ليدلي وو، په دغو ليدنو کې د ترهګرۍ په موضوع او افغان کډوالو اسلام اباد کې د پاتې دپاره د اجازت نامې په اړه کوم بحث شوی دی؟.

هغې په ځواب کې ويلي، دغه ليدنې د وړاندې نه ټاکل شوې او د معمول ترمخه وې. او پاکستان کې د افغان کډوالو د موضوع په اړه یې څه نه دي ويلي.

په نهم دسمبر افغانستان کې د واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفير د پاکستان د نايب وزيراعظم او افغانستان دپاره ځانګړي استازي سره ليدلي وو.

اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې ويلي وو، سرپرست سفير سردار احمد شکيب د پاکستان د مرستيال وزيراعظم اسحاق ډار او افغانستان دپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان سره ليدلي، په دوه اړخيزه اړيکو، سوداګريزو مسلو، افغان کډوالو، محصلينو يا زده کوونکو په اړوند چارو خبرې اترې شوې وې.

د پاکستان سرکاري مطبوعاتو هم خبر ورکړی، چې په ليدنه کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړيکو په پياوړي کولو خبرې شوي چې شريکې ګټې او اړيکې پياوړې کړل شي.

په پينځم دسمبر د پاکستان د پوځ د کور کمانډرانو په غونډه کې د ملکي امنيت په اړه احوال وړاندې کړل شوی او د افغانستان د خاورې څخه پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه بيا اندېښنه تکرار کړل شوې وه.

خو د طالبانو د استازي او پاکستاني حکومتي مشرانو د ليدنو په اړه خپرو شوو بيانونو کې د ترهګرۍ په اړه څه نه وو ويل شوي.