پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپېن پيل شوی

پاکستان کې د سږني کال د پوليو ضد څاڅکو وروستی کمپېن نن په 16م دسمبر پيل شوی تر 22م دسمبر به روان وي. پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو 63 پېښې رپورټ شوي دي.

پاکستان کې د پوليو ضد څاڅکو د کمپېن پرانسته پرون په 15م دسمبر په اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ دستوره کې شوې ده.

دستورې ته په وينا کې شهباز شريف په مياندو پلارانو ټينګار کړی، چې خپلو ماشومان د پوليو څخه محفوظ کړي او د پوليو ضد څاڅکي ورته لازمي ورکړي.

د پوليو د مخنيوي په برخه کې د وزيراعظم فوکل پرسن عايشه رضا فاروق وويل، د روان کال دا وروستی کمپېن به د 16م دسمبر نه تر 22م پورې د ملک په 143 ضلعو کې روان وي، 44 ميلينه ماشومانو ته به د پوليو ضد څاڅکي ورکولی شي.

اغلې د شهباز شريف او پوليو خاتمې په لړ کې د همکارانو مننه کړې، چې وزيراعظم یې په دغه کمپېن کې ملاتړ کوي او تنظيمونه یې مرسته کوي.

هغې ويلي، هڅه کوي چې هر کور ته د پوليو ضد څاڅکي ورکوونکي ټيمونه ورسي، هر ماشوم ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي او زر تر زره د پاکستان نه دا وايرس ختم کړي.

پاکستان کې د پوليو ضد د کمپېن په داسې وخت کې کيږي، چې درې ورځې وړاندې پاکستان کې د پوليو څلور نورې پېښې رپورټ شوي دي.

په 13م دسمبر رپورټ شوو پېښو کې دوه د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان او دوه د سيند صوبې په جېکب اباد او سکهر سيمو کې معلومې شوې وې.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې په رپورټ شوو 63 پېښو کې 26 په بلوچستان صوبه کې، 18 په خېبرپښتونخوا صوبه کې، 17 په سیند صوبه کې، يوه يوه په پنجاب او اسلام اباد کې معلومې شوي دي.

په پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپوټ کیږي.

پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، پاکستان او افغانستان کې د پوليو وايرس شتون لري، او که يو ځل د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي.