اورنګزېب: هڅه ده اوسنی د آی اېم اېف وروستی پروګرام وي، د سود شرحه دوه فيصده کمه کړل شوې

د پاکستان د خزانې وزير سېنېټر محمد اورنګزېب ويلي، د ملکي اقتصاد ښه کېدو دپاره ګامونه پورته کړل شوي، مثبتې نتيجې یې را روانې دي، او هڅه کولی شي چې دا اوسنی د نړيوالې مالیاتي ادارې [آی اېم اېف] وروستی د پور پروګرام وي.

هغه ويلي، د ټېکس يا ماليې د نظام په ګډون به د اقتصادي اصلاحاتو پروګرام روان وي.

بل لور ته د پاکستان مرکزي بېنک [سټېټ بېنک] د سود شرحه دوه فيصده راکمه کړې، او د 15 نه 13 فيصدو ته راغلې ده.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف د سټېټ بېنک لخوا د سود شرحه دوه فيصده کمولو هرکلی کړی او دا یې د ملکي اقتصاد دپاره خوشبينه ګرځولې ده.

State Bank of Pakistan

پاکستان د اوږدې مودې نه د اقتصادي مشکلاتو، ګرانۍ او بهرنيو پورونو سره مخ دی، او اقتصاد پوهان وايي، د ملکي اقتصاد ښه کولو دپاره به کوټلي اصلاحات کول وي.

د سرکاري خبري ادارې [اې پي پي] ترمخه د خزانې وزير د پاکستان بزنس کونسل د غړو سره ليدنه کې ويلي، خسارې کمولی او د حکومت لخوا داسې اقدامات کولی شي، د کوم هدف چې موجوده د آی اېم اېف پروګرام اخری پروګرام وګرځي.

ويل شوي، نوموړي د ټېکس راټولولو په اړه څرګندونو کې ويلي، رسمي شعبې ته خواست کوي چې هغه د ټېکس غلا کوونکي په ګوته کړي او حکومت سره په دغه لړ کې مرسته وکړي.

بل لور ته سټېټ بېنک پرون په 16م دسمبر جاري کړې اعلاميه کې ويلي، د زري پاليسۍ کمېټۍ په غونډه کې د شرحه سود 13 فیصده ته راکمولو پرېکړه شوې ده.

ويل شوي، د نومبر په مياشت کې د ګرانۍ شرحه په کاليز بنياد 4.9 فيصده وه، او تېر کال دا 7.2 فيصده وه.

د سټېټ بېنک ترمخه، په نړيوال مارکيټ کې د توکيو په قيمتونو کې د کمي سره درامدي بل او ګرانۍ کې کمی شوی دی.