د پاکستان پوځ د 11 وسله والو وژلو دعوه کړې ده

د پاکستان پوځ ويلي، خېبرپښتونخوا صوبه کې یې په درېو مختلفو ځايونو کې عمليات کړي، د تحریک طالبان پاکستان 11 وسله وال یې وژلي دي، د پاکستان پوځ د ټي ټي پي وسله وال د خوارجو په نوم يادوي.

پوځ پرون په 18م دسمبر ناوخته ويلي، په 17م او 18م دسمبر دا عمليات ترسره شوي دي.

د پوځ په وينا، په ټانک ضلعه کې د ټي ټي پي د وسله والو د موجودګۍ خبر وو، د استخباراتو په بنياد هلته عمليات شوي او اووه وسله وال وژل شوي دي

ويل شوي، بل ځای عمليات د شمالي وزيرستان په دته خېل کې شوي، د استخباراتو په بنياد هم دغه عمليات ترسره شوي او دوه وسله وال پکې وژل شوي دي.

د پوځي بيان له مخې، درېم ځای د مومندو په مامدګټ کې د وسله والو سره نښته شوې، دوه وسله وال پکې وژل شوي دي.

پوځ د دغو وسله والو څخه د وسلې ترلاسه کولو ويلي او زياته کړې یې ده دوی د پوځ او بې ګناه ملکي وګړو ضد ترهګرۍ په ګڼو پېښو کې ککړ وو.

د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.

د غېردولتي ادارې پاکستان انسټيټيوټ اف کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز، پيکس د رپورټ ترمخه د تېرې نومبر په مياشت کې د رياست مخالفه د تشدد په پېښو کې 245 کسان وژل شوي دي چې پکې 68 امنيتي عسکر او 50 ملکي وګړي شامل دي. په رپورټ کې ويل شوي 127 وسله وال هم وژل شوي وو.

د پيکس د رپورټ ترمخه 131 وژنې په وسله والو حملو کې شوې وې.

په رپورټ کې زياته شوې، د نومبر په مياشت کې خېبرپښتونخوا صوبه تر ټولو زياته اغېزمنه پاتې شوې، 50 حملې پکې شوي، 71 کسان پکې وژل شوي او 85 ژوبل شوي وو.

دغه رنګ په صوبه کې ورګډو ضلعو کې 28 حملې شوې او 36 کسان وژل شوي وو.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د ملک نه د ترهګرۍ ناسور ختمولی شي او د وروستي ترهګر د خاتمې پورې به د ترهګرۍ ضد جګړه روانه وي.