د کابل کندهار په لويه لاره ټرېفکي پېښه کې د 120 پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د افغانستان غزني ولايت کې طالب چارواکو ويلي، د کابل کندهار په لويه لاره د شورو، چارشنبې په ورځ دوه ټرېفکي پېښې شوي، لږ تر لږه 44 کسان پکې مړه شوي دي.

د غزني د اطلاعاتو او کلتور مشر مولوي حميدالله نثار د پېښې په اړه مطبوعاتو په لېږلي پيغام کې ويلي،

"د کابل ـ کندهار پر لویه لار د غزني ولایت مربوطاتو کې د شویو ټرېفکي پېښو له امله شاوخوا 44 تنو هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی او 74 نور"ژوبل شوي دي.

هغه ویلي، د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

ويل شوي، دې ټريفکي پرېښو کې، یوه پېښه کې مسافر وړونکی بس د ګېس د ټېنکر سره او دویمه پېښه کې هم يو بل بس له تش ټېلر سره ټکر شوي دي.‎

بيان کې ويل شوي، داسی پېښې اکثره د ډرايورانو يا موټر وانانو د بې احتیاطۍ له وجې کيږي.

افغانستان کې وخت په وخت دغه ډول ټرېفکې پېښې کيږي.