د یورپي اتحاد مشرانو د زیارت/پنجشنبې په ورځ ټینګار وکړ چې د اوکراین د رضایت نه بغیر او یا د هغه ملک او د یورپي اتحادیانو ترشا یې، د اوکراین د آیندې په اړه هېڅ قسمه فیصلې نشي کېدلی. دوی دا خبره په داسې وخت کې کړې چې امریکا کې پوره یوه میاشت پس به منتخب صدر ډونالډ ټرمپ واک اختیار ترلاسه کړي.
د زر (۱۰۰۰) نه زیاتې ورځې وشوې چې اوکراین د روس د پوځي یرغل په جنګ کې ښکېل پاته دی او په دې جنګ کې یې حال غیریقیني ښکاري. روس ورو ورو د جنګ په میدان کې کامیابۍ حاصلوي او د خپل ګڼ شمېر عسکرو د وژل کېدو سره سره، د جنګ محاذ په تدریج سره لویدیځ پلو ټېل وهي. د اوکراین د انرجۍ ډهانچه له ستونزو سره مخ ده او د برتي کولو دپاره نوي عسکر هم په سختۍ موندلی شي.
زیات شمېر د یورپي اتحاد مشرانو په براسلز کې د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي سره په یوه غونډه کې د پیوستون یا یکجهتۍ څرګندونه وکړه او یو ځل بیا یې د ملاتړ په طور دا خبره تکراره کړه چې – د اوکراین په اړه هېڅ داسې څه نه کیږي چې اوکراین پخپله په کې نه وي، د یورپ د امنیت په اړه هېڅ داسې څه نه کیږي چې پخپله یورپیان په کې نه وي شامل.
ټرمپ به د راتلونکې جنورۍ په شلمه نېټه د صدر په حیث وایټ هاوس ته ستون شي. هغه وعده کړې ده چې اوکراین کې جنګ به فوري ختموي، او د روس صدر ولاډیمیر پوټین سره یې د خپلو تعلقاتو یادونه هم کړې ده. یورپ کې زیات خلک په دې فکرمند دي چې دا به د اوکراین دپاره یوه ډېره خرابه معامله وي.
بله لویه اندېښنه دا ده چې پوټین به د جنګ بندۍ په وخت کې بیا ځان قوي کړي او آینده کې به نورې جګړې راپیدا کړي.
په یورپ کې داسې آوازې دي چې ممکن د ۲۰۲۵ په ابتدا کې د امن مذاکرات وشي، او شاید د کومې معاهدې د عملي کولو دپاره د یورپ امن ساتونکو ځواکونو ته هم ضرورت شي، مګر مشران کوشش کوي چې دا آوازې غلې کړي او روس ته دا ونه ښيي چې دوی به څه کولو ته تیار وي.
هغوی وایي چې اوس دستي ترجیح دا ده چې که زېلنسکي د مذاکراتو دپاره آماده اوسي، نو د اوکراین دریځ قوي کړی شي.
د جرمني وزیراعظم اولاف شولټز وویل، اهم دي چې "د اوکراین دپاره اوږدمهاله مرسته یقیني کړی شي – په کار ده واضحه شي چې مونږ آماده یو تر هغو پورې چې ضرورت وي، [د اوکراین] ملاتړ وکړو."
شولټز زیاته کړه چې اوکراین سره د هغه د مرستو په لېست کې، فضایي دفاع، توپونه او ګوله بارود شامل دي.
کله چې د اولاف شولټز نه د ټرمپ په باب وپوښتل شول، نو هغه وویل چې د منتخب صدر ټرمپ سره یې د خبرو نه ورته معلومه شوه چې "د یورپ او امریکې ترمنځ ښه همکاري ممکنه ده."
د جرمني وزیراعظم دا هم وویل چې، "اصول همېش دا دي: د اوکراین د خلکو په سر او د یورپي ریاستونو په سر هیڅ قسمه فیصلې نشي کېدی."
د لوکزامبورګ وزیراعظم هم وویل چې په کار ده د اوکراین ملاتړ وشي او په هر ګام کې اوکراین او یورپي اتحاد په فیصلو کې شامل وي.
د نیډرلېنډز وزیراعظم ډېک شوف وویل، صرف اوکراین د مذاکراتو شرایط ټاکلی شي.
د اوکراین صدر ولودیمیر زېلنسکي وویل، یورپي اتحاد او امریکې ته په کار ده چې آینده کال کې سره متحد دریځ ولري. هغه زیاته کړه: "امریکا او یورپي اتحاد صرف په هغه صورت کې کولی شي د پوټین مخه ونیسي او اوکراین وژغوري چې یو لاس اوسي."
زېلنسکي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د اوکراین د امن دپاره یوازېنۍ موثره لاره دا ده چې دا هېواد د نېټو ممبرشپ یا غړیتوب حاصل کړي.