د ملګرو ملتونو عمومي منشي یا سېکرېټري جنرل انټونیو ګوټېرش د زیارت په ورځ په اسرائیل غږ وکړ چې په شام باندې خپلې بمبارۍ دې ختمې کړي. ګوټېرش د اسرائیل دغه حملې د شام د خود مختارۍ او علاقائي سالمیت خلاف ورزي وبللې.
ګوټېرش خبریالانو ته وویل: "په کار ده چې د شام خودمختاري، علاقایي سالمیت او یووالی په مکمل طور محفوظه وګرځول شي، او د جارحیت ټول اعمال په فوري توګه پای ته ورسول شي."
له هغه وخته چې د روانې میاشتې په سر کې د صدر بشار الاسد حکومت یو دم ړنګ شو، اسرئیل په شام باندې په سلهاوو فضایي حملې کړې دي چې په دې کې د پایتخت دمشق په شاوخوا کې هم ځایونه په نښه کړی شوي دي. اسرائيل وایي چې مقصد یې د شام د سټراټیجیکي وسلو او پوځي اډانو له منځه وړل دي.
یو امریکایي جرنلسټ، آسټن ټایس، د څه باندې دوولس کلونو راهېسي په شام کې قید پاته دی، او اوس یې کورنۍ دا فکرمندۍ ښکاره کړي چې اسرائیل اوس د شام په هغو سیمو شاید بمباري کوي چې هغه امریکایي خبریال هلته بندي دی.
اسرائیلي عسکر د اسرائیل قبضې لاندې ګولان غونډیو او شام ترمنځ هغې غیرپوځي سیمې ته هم ورننوتي چې د ۱۹۷۳ کال د عرب-اسرائیل جنګ نه پس جوړه شوې وه او د ملګرو ملتونو امن ساتونکو په کې ګزمې کولې.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "تاسو ته واضحه ووایم: د ملګرو ملتونو د امن ساتونکو نه بغیر، په منځنۍ سیمه کې باید هېڅ قسمه پوځي ځواک موجود نه وي، ختم. اسرائیل او شام ته په کار ده چې د ۱۹۷۴ کال لوظنامې چې د ځواکونو د نه ښکېل کېدو ده او مکمله نافذه ده، خیال وساتي."
اسرائیلي ځواکونو ویلي چې د دوی اقدام محدود او موقت دی او مقصد یې ګني د اسرائیل د سرحداتو امنیت یقیني کول دي. مګر اسرائیلي چارواکو داسې څه ندي ویلي چې د دوی عسکر به له هغې سیمې په شا ولاړ شي.
ګوټېرش وویل ملګري ملتونه دې ته هم متوجه دي چې شام کې د یو "ټولشموله، معتبره او پرامنه" سیاسي منتقلۍ سره مرسته وکړي او هغه هېواد ته بشري امداد ورسیږي. د هغه وینا وه چې د شام دپاره اوس یوه فیصله کنه، تاریخي او د امید شېبه ده.
د زیارت په ورځ د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګان وي او اې ته دا تصدیق وکړو چې اوس مهال دوه زره (۲۰۰۰) امریکایي عسکر په شام کې مېشت دي. تر دې وړاندې پنټاګان ویلي و چې شام کې د امریکایي عسکرو شمېر ۹۰۰ ته رسیږي. پنټاګان وایي چې دا اضافي عسکر په موقتي توګه هلته استولی شوي دي. امریکایي ځواکونه د داعش ډلې د مقابلې دپاره شام ته لېږل شوي دي.